کورپاڼه / خبرونه / کوهلي: پلار مې په لوبډله کې زما د غوراوي لپاره له رشوت ورکولو انکار کړى و
ويراټ کوهلي

کوهلي: پلار مې په لوبډله کې زما د غوراوي لپاره له رشوت ورکولو انکار کړى و

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي وايي، چې پلار يې د ډيلي ځوانانو په لوبډله کې د هغه د غوراوي لپاره د پېسو يا بډو ورکولو څخه انکار کړى و.

د نړيوالو يو ورځنيو لوبو د نړۍ غوره لوبغاړى او د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي د هند د فوټبال لوبډلې لوبډلمشر سره په ژوندۍ بڼه مرکه کوله، هغه وويل چې د رشوت نه ورکولو له امله هغه لوبډلې ته غوره نه شو، چې له دې امله يې زړه مات شو.

هغه وايي، چې زما په پلرني رياست کې ځينې ځينې شيان داسې دي چې کله هم ښه نه وي او داسې يو کس زما په وړتيا په لوبډله کې غوره نه کړم.

ويراټ کوهلي وايي، دغه کس زما پلار ته وويل چې ستا په زوي کې وړتيا خو شته، خو په وروستي پړاو کې د غوراوي لپاره بايد رشوت ورکړي.

کوهلي وايي، زما پلار ټينګار وکړ چې زوي مې بايد د وړتيا پر اساس لوبډلې ته غوره شي، که تاسې ويراټ په لوبډله کې اخلئ خو په خپله وړتيا يې واخلئ، ګني زه يوه روپۍ هم نه درکوم.

د هند لوبډلمشر وايي، چې په لوبډله کې د نه اخيستلو له امله هغه وژړل، زړه يې مات شو او دغه پېښې هغه ته ډېر څه ورزده کړل، هغه پوه شو چې نړۍ څه ډول روانه ده.

نوموړى زياتوي، زه په دې پوه شوم چې که غواړم مخکې لاړ شم نو بايد داسې څه وکړم چې نور څوک يې نه کوي، که زه غواړم چې بريالى شم نو بايد له ټولو غوره شم او همدا لامل و چې زما سخت زيار او خوارۍ اخر هم ګټه راورسوله.

ويراټ کوهلي وايي، چې پلار مې يوازې په وېنا نه، بلکې په خپل عمل راته سمه لار راښودلې ده، دې وړو وړو شيانو زما په ژوند ډېر لوى اغېز وکړ.

د ويراټ کوهلي پلار يو مدافع وکيل و او کله چې ويراټ کوهلي ١٨ کلن و، نو هغه ومړ.

خو د حېرانتيا وړ خبره دا ده چې ويراټ کوهلي له کرکټ سره دومره زياته مينه درلوده، چې د پلار د مړينې په ورځ هم هغه په رانجي ټرافي کې لوبه ترسره کوله او د خپلې لوبډلې له بريا وروسته يې د پلار وروستي مراسم ترسره کړل.

ويراټ کوهلي وايي، چې د پلار له مړينې وروسته په دې پوه شوم چې بايد په ژوند کې يو څه وکړم، هغه وايي اوس فکر کوم چې څومره به ښه وايي چې زما پلار خپل متقاعد ژوند ډېر ارامه تېر کړى واى، ځکه دا يې حق و، کله چې هم په دې اړه فکر کوم، نو ډېر جذباتي کېږم.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د افغانستان ایمرجېنګ لوبډله جوړیږي

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیه کې ویلی دي د دوی د تازه پرېکړې …