کورپاڼه / ريکارډونه / هغه ٥ توپوهونکي؛ چې نړيوالو شل اوريزو سياليو کې يې چټکې پنځوسيزې وهلي
کولين مونرو، يوراج سينګ او شاى هوپ

هغه ٥ توپوهونکي؛ چې نړيوالو شل اوريزو سياليو کې يې چټکې پنځوسيزې وهلي

له کله راهيسې چې په کرکټ کې شل اوريزې سيالۍ پيل شوې دي، له هماغه ورځې راهيسې د کرکټ لوبې ډېرې چټکې شوې دي، نه يوازې د خلکو لپاره خوندورې شوې هم دي، بلکې لوبغاړي هم هڅه کوي چې داسې چټکه لوبه ترسره کړي چې تماشچيان ترې خوند واخلي.

نن درسره د هغه ٥ توپوهونکو په اړه معلومات شريکوو، چې نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې چټکې پنځوسيزې وهلي دي.

يوراج سينګ (١٢ توپونه)

يوراج سينګ

د هند کرکټ چټک توپوهونکى يوراج سينګ په نړيوالو شل اوريزو سياليو کې د چټکې پنځوسيزې ريکارډ له ځان سره لري چې دا ريکارډ نوموړي ١٣ کاله مخکې جوړ کړى و.

د انګلستان پر وړاندې په ٢٠٠٧ کال کې د هند په نړيواله شل اوريزه لوبه کې يوراج سينګ په يوه اور کې په سټارټ بروډ ٦ شپږيزې ووهلې او په يو اور کې يې پرې ٣٦ منډې وکړې.

په دغه لوبه کې يوراج سينګ په ١٦ توپونو ٥٨ منډې وکړې او هند په ١٨ منډو بريا خپله کړه، چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم يوراج سينګ ترلاسه کړه.

د يوراج سينګ دا ريکارډ په تېرو ١٣ کلونو کې چا نه دى مات کړى.

مرزا احسن (١٣ توپونه)

مرزا احسن چې د د دويمه درجه لوبډلې اسټريا لپاره لوبېده، نوموړي د خپل ژوند چټکه پنځوسيزه د لوګزمبرګ لوبډلې پر وړاندې په شل اوريزو سياليو کې ووهله. دا لوبه د اى سي سي کانټينېنټل کپ کې وه چې په ٢٠١٩ کال کې ترسره شوې وه، چې مرزا احسن پکې په ٥م نمبر توپوهنې ته راووت او د لوګزمبورګ توپ اچونکي يې ښه وټکول. نوموړي په ١٤ توپونو ٥١ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې په ١٣ توپونو يې پنځوسيزه ووهله، هغه ٧ شپږيزې او ٢ څلوريزې هم وهلې وې.

کولين مونرو (١٤ توپونه)

کولين مونرو

د نيوزيلېنډ د مډل ارډر بيټسمېن کولين مونرو د ٢٠١٦ کال د جنورۍ په ١٠مه نېټه په اکلېنډ ايډن پارک لوبغالي کې په دويمه شل اوريزه لوبه کې د سريلانکايي توپ اچوونکو څخه بڼکې وويستې. کولين مونرو چې په ٣م نمبر توپوهنې ته راغى، په ١٤ توپونو يې ٥٠ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه، نوموړي ٧ شپږيزې او ١ څلوريزه هم وهلې وه.

د يادې لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم کولين مونرو ترلاسه کړې وه.

فېصل خان (١٥ توپونه)

فېصل خان

د سعودي عربستان لوبډلې فېصل خان د ٢٠١٩ کال د جنورۍ په مياشت کې د کويټ پر وړاندې په زړه پورې او چټکه توپوهنه ترسره کړه او يوازې په ١٥ توپونو يې چټکه پنځوسيزه پوره کړه.

فېصل خان په دغه لوبه کې په ٢٨ توپونو ٨٣ ناسوځېدلې منډې وکړې، نوموړي ٧ شپږيزې او ٧ څلوريزې هم وهلې وې.

شاى هوپ (١٦ توپونه)

شاى هوپ

د ويسټ انډيز د ټاپ ارډر بيټسمېن شاى هوپ هم د ٢٠١٨ کال د دسمبر په ١٧مه نېټه د بنګله دېش توپوهونکو لپاره ډېر خطرناک ثابت شو او دوى يې د درولو توان نه درلود.

شاى هوپ په دغه لوبه کې په ٢٣ توپونو ٥٥ منډې وکړې، چې نوموړي پنځوسيزه په ١٦ توپونو پوره کړه او پنځم توپوهونکى شو چې په پنځوس اوريزو سياليو کې يې چټکه پنځوسيزه پوره کړه.

په دغه لوبه کې ويسټ انډيز په ٨ ويکټو بريا خپله کړې وه.

دا هم ولولئ

ویراټ کوهلي په ای پي ایل کې نوی ریکارډ جوړ کړ

په هند تجارتي لیګ یا ای پي ایل کې د رایل چېلنجرز بېنګلو لوبډلې لوبډلمشر …