کورپاڼه / خپلواک / آى سي سي په ويراټ کوهلي غوږونه تاو کړي
ويراټ کوهلي

آى سي سي په ويراټ کوهلي غوږونه تاو کړي

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ سپتمبر ٢٠١٩): د کرکټ نړيوالې شورا (آى سي سي) د سويلي افريقا سره په شل اوريزه لوبه کې د ډيسپلين يا د کرکټ د اخلاقو څخه د سرغړونې له امله د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي ته خبردارى ورکړى دى.

د يکشنبې په ورځ د هند په بنګلور کې د هند او سويلي افريقا ترمنځ په لوبه کې د افريقايي لوبغاړي بيورن هينډرکس سره قصداً به غلطه طريقه لګېدلى و، چې آى سي سي پرې ويراټ کوهلي ته خبردارى ورکړ.

د کرکټ نړيوالې شورا ويراټ کوهلي ته د خبرداري ورکولو تر څنګ يو (ډي ميرټ پواينټ) يا منفي نومره هم په هغه پسې ورزياته کړه.

د کرکټ نړيوالې شورا په خپرې کړې اعلاميې کې ويلي دي، چې ويراټ کوهلي د آى سي سي د ډيسپلين يا اخلاقو ٢.١٢ مادې څخه سرغړونه کړې ده، چې د هغې له امله نوموړي ته خبردارى ورکړل شوى دى او همدا راز (ډي ميرټ پواينټ) يا منفي نومره هم په هغه پسې ورزياته شوې ده.

د ٢٠١٧ کال د سپتمبر په مياشت کې د (ډي ميرټ پواينټ) قانون جوړ او پلى کېږي، چې له هغه مهال راهيسې تراوسه پورې ويراټ کوهلي ٣ منفي نومرې ترلاسه کړي دي.

د يادولو ده چې د يکشنبې په ورځ د سويلي افريقا او هند ترمنځ د هند په بنګلور کې د درې لوبو د لوبلړۍ وروستۍ شل اوريزه لوبه ترسره شوه، د دغه لوبې په پنځم اور کې د منډې ترلاسه کولو پر مهال ويراټ کوهلي د افريقايي توپ اچونکي هينډرکس سره ولګېده، چې لوبڅارانو دا د کرکټ د اخلاقو څخه سرغړونه وګڼله.

ويراټ کوهلي د لوبې د ريفري رچي رچرډسن له لوري ورکړل شوې دغه سزا ومنله، چې له دې امله ويراټ کوهلي راونه غوښتل شو.

ياده دې وي چې په دغه لوبه کې د سويلي افريقا لوبډلې د هند لوبډلې ته په ٩ ويکټو ماته ورکړه او د دغه وروستۍ شل اوريزې لوبې په ګټلو سره يې د درې لوبو سيريز مساوي کړ.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …