کورپاڼه / خپلواک / د عامر خان د لور انځورونو ته فلمي ستورې هم حېرانې دي
عامر خان او ايرا خان

د عامر خان د لور انځورونو ته فلمي ستورې هم حېرانې دي

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ سپتمبر ٢٠١٩): د هندي فلمونو د نامتو ستوري عامر خان د لور تازه انځورونه خپاره شوي دي، چې د فلمي سينما ښځينه ستورې يې هم تر شا پرېښودې دي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، د نامتو فلمي ستوري عامر خان لور ايرا خان په هندي سينما کې قدم ايښى دى. خو ايرا خان د اداکارۍ په ځاى غواړي چې سريال جوړ کړي. همدا راز هغه د دغه سريال د جوړولو تر څنګ ماډلنګ هم کوي.


د عامر خان لور ايرا خان په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېره فعاله ده، تازه ايرا خان يو فوټو شوټ کړى دى، چې د هغې ځينې انځورونه يې په خپل انسټاګرام اکاونټ کې خپاره کړي دي. په دغه انځورونو کې ايرا خان ډېره بې باکه ښکاري، چې د ځينو خلکو په وينا، د هند ښځينه فلمي ستورې يې هم تر شا پرېښې دي.

د هندي رسنيو په وينا، د عامر خان لور ايرا خان اداکاري نه خوښېږي، خو هغه غواړي چې د فلمونو جوړولو په برخه کې خپل نوم پېدا کړي.


د يادولو ده چې ايرا خان د کوم سريال ډايريکټره ده يا دغه سريال جوړوي، هغه په يوه رښتينې پېښه باندې ليکل شوى دى. د دغه سريال نوم (يوري پيډرس ميډيا) دى. ويل کېږي چې په دغه سريال کې به مهم رول د نامتو کرکټ لوبغاړي يوراج سنګ مېرمن هيزل کيچ ولوبوي. د خپل نوي سريال د جوړولو په اړه ايرا خان په خپل انسټاګرام اعلان کړى او د دغه سريال يو انځور يې هم خپور کړى دى.


عامر خان چې عمر يې تر پنځوس کلونو پورته دى، د هندي سينما يو کامياب او بريالى اداکار ګڼل کېږي، ځکه د هغه هر يو فلم تر بل فلم ډېرې پېسې ګټي، هغه درې ماشومان لري، چې دوه يې زامن او يوه يې لور ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …