د انګلستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روان کال اګست مياشت کې د لوبلړۍ ترسره کولو پرېکړه شوې ده، چې د پاکستان ملي لوبډله به د ٣ ټېسټ سياليو او ٣ شل اوريزو سياليو لپاره انګلستان ته لاړه شي.
د رسنيو د راپورونو په وېنا، په انګلستان کې د کورونا تر څه حده کنټرول وروسته هيلې پېدا شوې دي چې د پاکستان او انګلستان ترمنځ سيالۍ ترسره شي.
پاکستاني رسنيو د ځينو سرچينو له قوله ليکلي دي، چې د پاکستان ملي لوبډله به د انګلستان سره په دغه سفر کې ٣ ټېسټ او ٣ شل اوريزې سيالۍ ترسره کړي او لومړۍ ټېسټ لوبه به د اګست په ٥مه نېټه پيل شي.
د انګلستان او پاکستان لومړۍ ټېسټ لوبه به د ٥م څخه تر ٩م اګست پورې په مانچسټر کې ترسره شي، دويمه لوبه به د ١٣م اګست څخه تر ١٧م اګست پورې او دريمه لوبه به د ٢١م اګست څخه تر ٢٥م اګست پورې په ايجبسټن کې ترسره شي.
له ټېسټ سياليو وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ ٣ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره شي، چې درې واړه سيالۍ په اولډ ټريفورډ لوبغالي کې ترسره کېږي او د اګست په ٢٨، ٣٠ او د سپتمبر په لومړۍ نېټه به دغه سيالۍ وشي.
ويل کېږي چې پاکستاني لوبغاړي به د جون له مياشتې څخه تمرينات پيل کړي او ٢٥ غوره شوي لوبغاړي به په يوې ځانګړې الوتکې کې انګلستان ته بوتلل شي.
پاکستاني لوبغاړي ښايي د جولاى مياشتې په لومړۍ اونۍ کې انګلستان ته لاړ شي او هلته تر رسېدو وروسته به ١٤ ورځې کرنټين شي.
همدا راز د ټولو لوبغاړو د کورونا ټېسټونه به هم کېږي او که هر څه سم ول، نو له هغه وروسته به دوه تمريناتي لوبې هم ترسره شي.