د کورونا له امله چې د نورو کاروبارونو تر څنګ ټولې ورزشي سيالۍ هم لغوه شوې دي، په داسې وخت کې د کارابين په سينټ وينسينټ اېنډ دي ګرينيډينز کې د ونسي ١٠ اوريزه غوره ليګ سيالۍ په تشو مېدانونو کې پيل شوي دي.
د دغه ليګ سيالۍ چې د مۍ په ٢٢مه نېټه پيل شوي، د ويسټ انډيز يو شمېر نامتو لوبغاړي هم پکې ګډون لري، چې د ٦ لوبډلو ترمنځ به ٢٨ سيالۍ ترسره کېږي.
لومړۍ ١٠ اوريزه لوبه د ګرينيډينز ډايورز او سالټ پونډ بريکرز ترمنځ ترسره شوه، چې ډايورز لوبډلې ٦٩ منډې هدف وټاکه او د بريکرز لوبډلې ياد هدف د ٧ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او بريا يې خپله کړه.
دويمه لوبه بيا د بوټانيک ګارډينز رېنجرز او لا سوفريري هايکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې رېنجرز لوبډلې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٧٠ منډې وکړې او يادې منډې د هايکرز لوبډلې د ١ لوبغاړي په سوځېدو پوره او بريا يې خپله کړه.
په دريمه لوبه کې د د فارټ چارلوټ سټرايکرز او ډارک ويو ايکسپلوررز لوبډلې مخامخ شوې، چې سټرايکرز لوبډلې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو سره ٧٥ منډې وکړې او ايکسپلوررز لوبډلې بيا د ٢ لوبغاړو په سوځېدو سره ياد هدف پوره کړ او په ٨ ويکټو يې بريا خپله کړه.