خپلواک وېبپاڼه – کابل: د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ توپوهونکي او ويکټ ساتونکي باندې د يو کال لپاره بندېز ولګېده، نوموړی به له نن وروسته ونه شي کولای چې په نړيوالو يا هم کورنيو لوبو کې ګډون وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په خپور شوي خبر کې ويل شوي، د افغانستان کرکټ بورډ د ډسپلین یا انظباط کمېټې نن په رسمي ډول د ملي لوبډلې د لوبغاړي محمد شهزاد په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه او د یوه کال لپاره یې د نوموړي قرارداد پای ته ورساوه چې نوموړی د یادې مودې لپاره په هیڅ ډول رسمي کورنۍ او نړیواله لوبه کې ګډون نه شي کولی.
دوی زياته کړې ده چې محمد شهزاد له دې وړاندې چې څو ځلې د افغانستان کرکټ بورډ له قوانینو او اصولو سرغړونه کړې، په همدې بنسټ نن د کرکټ بورډ د ډسپلین کمېټې پرېکړه وکړه چې له امله یې نوموړی په هیڅ ډول لوبو کې هم ګډون نه شي کولای.
په خبر کې زياته شوې ده چې محمد شهزاد همدارنګه د ادارې له اجازې پرته څو ځلې له هېواده بهر تللی چې د اصولو پر بنسټ چې کله هم کوم لوبغاړی له هېواد بهر ځي نو له ادارې باید اجازه ترلاسه کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې اوسمهال په هېواد کې د کرکټ لوبغاړو لپاره د تمریناتو په برخه کې هر ډول اسانتیاوې شتون لري او هیڅ لوبغاړی اړ نه دی چې د تمریناتو لپاره د کرکټ بورډ له مهالوېش پرته نورو هېوادونو ته ولاړ شي.
د يادونې وړ ده چې محمد شهزاد څو ځله په پاکستان هېواد کې له ځايي خلکو سره د لوبې پر مهال نيول شوی او وروستی ځل تر اختر مخکې نوموړي په پېښور کې تمرينات کول چې د رسنيو د کمرې ښکار شوی و.
محمد شهزاد د ۲۰۱۹ نړيوال جام څخه هم بېرته رالېږل شوی و چې د کرکټ بورډ له خوا ويل شوي و چې هغه فټ نه دی، خو وروسته بيا په کابل کې محمد شهزاد له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې له هغه سره شخصي عقده شوې او هغه روغ دی.