کورپاڼه / خبرونه / ګرځبندېز؛ د هند نامتو کرکټر عرفان پټان خلکو ته د اختر لمانځه او خطبې طريقه ښودلې
عرفان پټان

ګرځبندېز؛ د هند نامتو کرکټر عرفان پټان خلکو ته د اختر لمانځه او خطبې طريقه ښودلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني ماتو کرکټ عرفان پټان خلکو ته ويلي دي، چې د کورونا او ګرځبندېز دى، خو تاسې بيا هم لمونځونه وکړئ او د اختر لمونځ او خطبه په خپل کور کې ادا کړئ.

د کورونا ويروس له امله د نورو هېوادونو په څېر په هند کې هم ګرځبندېز لګېدلى دى او د نورو کاروبارونو د بندېز تر څنګ په جوماتونو کې پر لمونځونو هم بندېز لګېدلى دى.

په همدې لړ کې پخواني لوبغاړي عرفان پټان په خپل انسټاګرام يوه ويډيو خپره کړې ده او پکې يې خلکو ته د اختر د لمانځه او د خطبې طريقه ښودلې ده.

نوموړى په خپله ويډيو کې وايي، چې د اختر لمونځ کول لازمي دي او د کورونا او ګرځبندېز په دې وخت کې تاسې جومات ته نه شئ تللى، نو په کور کې د اختر لمونځ وکړئ او بيا خطبه هم په خپله ووايئ.

 

View this post on Instagram

 

#prayer #stayhome #lockdown #coronavirus

A post shared by Irfan Pathan (@irfanpathan_official) on


نوموړي بيا د اختر د لمانځه طريقه او له هغه وروسته خطبه خلکو ته ښودلې ده او د ويډيو په پاى کې يې بيا خلکو ته د اختر مبارکي هم ورکړې ده.

د يادولو ده چې په هند کې د ګرځبندېز له امله د دېوبند عالمانو هم يوه فتوا خپره کړې ده او ويلي يې دي، چې د کورونا د مخنيوي په پار د اختر لمونځ په کورونو کې وکړئ.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …