د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هم د کوچني اختر په مناسبت سره هېوادوالو ته د اختر مبارکي وايي. نن د افغانستان په ګډون په اسلامي نړۍ کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده خو د کورونا له امله سږکال اختر د نورو اخترونو په پرتله ډېر توپير لري.
د ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړى، د نړيوالو يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو غوره الراونډر او د ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر محمد نبي هم د کوچني اختر په مناسبت هېوادوالو ته د اختر مبارکي ورکړې ده.
کوچنئ اختر مو مبارک شه
عيد سعيد فطر مبارک
Happy Eid Fitr pic.twitter.com/PEnWT68T3k— Mohammad Nabi (@MohammadNabi007) May 24, 2020
د ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړى ګلبدين نايب هم د اختر په ورځ خپلو مينه والو او هېوادوالو ته مبارکي ويلې.
اختر مو مبارک سه – عید تان مبارک 💐🎉
د سولی او خوشحالۍ اختر یې کړی خدایا…!
Wishing Happy Eid to entire Muslims pic.twitter.com/2xnqTCEmrD— Gulbadin Naib (@GbNaib) May 24, 2020
ځوان او چټک توپ اچوونکي نوين الحق، چې د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوى دى، د اختر په مناسبت سره خپله مبارکي وړاندې کړې ده.
کوچنی اختر مو مبارک شه
عيد سعيد فطر تان مبارک
EID MUBARAK 🌙❤️🤗 pic.twitter.com/PnSdbNsjtY
— Naveen ul haq (@imnaveenulhaq) May 24, 2020
د ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکى افتاب عالم هم هېوادوالو سره د کوچني اختر مبارکي شريکه کړې ده.
کوچنى اختر مو مبارک شه!!
خداى ج دې زمونږ ټول هېوادوال له ناروغيو نه په امان کې لري.روژې، لمونځونه او صدقې مو د الله ج په دربار کې قبولې شه!!
په هېواد کې د تلپاتې سولې راتلو په هيله !!!!ستاسو ورور افتاب عالم #happyeidmubarak pic.twitter.com/zom7zvvJkH— Aftab Alam 55 (@aftabalam55786) May 23, 2020
د ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي قېس احمد، چې په تجارتي ليګونو کې هم ځلېدلى لوبغاړى دى، د کوچني اختر په مناسبت يې هېوادوالو ته مبارکي ويلې ده او په هېواد کې د تلپاتې سولې دعا يې هم کړې ده.
درنو ملګرو هيوادوالو مينوالو تاسو ټولو ته ده وړکي اختر مبارک وايم او د تل پاتي سولي په هيله ژوندي دي وي افغانستان 🇦🇫👍
عيد سعيد فطر تان مبارک وطن داران اعزيز
Happy eid Mubarak to all of my friends pic.twitter.com/Oa5eVubMpo
— Qais Ahmad (@imqaisahmadd) May 24, 2020
د ملي لوبډلې چټک توپوهونکو او ويکټ ساتونکي رحمان الله ګربز هم هېوادوالو سره د اختر مبارکي شريکه کړې ده او په هېواد کې يې د تلپاتې سولې راتلو هيله هم کړې ده.
د ملي لوبډلې پخواني پيليز توپوهونکي کريم صادق هم هېوادوالو ته د کوچني اختر په مناسبت مبارکي ورکړې ده.