کورپاڼه / خبرونه / هربجن: تيار يم چې د هند لپاره نړيوال شل اوريز جام کې ولوبېږم
هربجن سينګ

هربجن: تيار يم چې د هند لپاره نړيوال شل اوريز جام کې ولوبېږم

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني توپ اچوونکي هربجن سينګ يو ځل بيا د هند لپاره په نړيوالو لوبو کې د لوبېدو ارمان کړى دى او ويلي يې دي، چې هغه تيار دى چې په راتلونکي نړيوال شل اوريز جام کې د هند لوبډلې لپاره ولوبېږي.

هربجن سينګ چې د سږکال د جولاى په مياشت کې به ٤٠ کلن شي، له کريک انفو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې اى پي ايل د توپ اچوونکو لپاره ګران ليګ دى، ځکه لوبغالي پکې واړه دي او د نړۍ غوره لوبغاړي پکې لوبېږي او چې زه پکې ښه لوبه کولاى شم، ځکه په اى پي ايل کې ښه توپ اچونه ډېره ګرانه ده، نو بيا په نړيوالو سياليو کې هم لوبېدلى شم، زه په پاورپلى کې او مډل اورونه ترسره کوم او ويکټې اخلم.

هربجن سينګ په شل اوريزو سياليو کې د هند لپاره په ٢٠١٦ کال کې خپله وروستۍ لوبه ترسره کړې وه، همدا راز نوموړى په اى پي ايل کې يو له مخکښو توپ اچونکو څخه هم دى، چې نوموړى دريم هغه توپ اچونکى دى چې تر ټولو زياتې ويکټې يې ترلاسه کړې دي.

هربجن سينګ چې د اى پي ايل په ١٠ پړاوونو کې د ممبۍ انډينز لوبډلې لپاره ولوبېده، له هغه وروسته چناى سوپر کنګز لوبډلې په ٢ کروړه هندي روپيو واخيست.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى

د شاهد اپريدي د واده ٢٠مه کليزه، له ښځې سره يې ګډ عکسونه خپاره کړل

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او تکړه الراونډر شاهد اپريدي له نن څخه …