کورپاڼه / ريکارډونه / نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د يوې لوبې زياتو منډو ريکارډ له افغانستان سره دى
حضرت الله ځاځى

نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د يوې لوبې زياتو منډو ريکارډ له افغانستان سره دى

په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې افغانستان بيا دا ريکارډ په خپله برخه لري، چې په يوه لوبه کې يې تر ټولو زياتې منډې کړې دي.

دغه نړيواله شل اوريزه لوبه چې د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د هند په دهرادون کې د ٢٠١٩ کال د فبرورۍ په ٢٣مه نېټه ترسره شوې وه، افغانستان پکې لومړى توپوهنه کړې وه چې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو يې ٢٧٨ منډې کړې وې.

په ځواب کې ايرلېنډ د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٤ منډې وکړې او افغانستان د ٨٤ منډو په توپير په لوبه کې بريا خپله کړه.

حضرت الله ځاځى بيا د دغه لوبې اتل و چې نه هېرېدونکې توپوهنه يې ترسره کړه او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې دويم توپوهونکى شو چې په يوه لوبه کې يې زياتې منډې ترلاسه کړې.

نوموړي په ٦٢ توپونو باندې د ١٦ شپږيزو او ١١ څلوريزو پر مټ ١٦٢ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې له هغه سره په ملګرتيا بيا عثمان غني هم ٧٣ منډې کړې وې.

همدا راز که په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د يوې لوبډلې له لوري په يوه لوبه کې د زياتو منډو خبره وشي، نو له افغانستان وروسته د چيک ريپبلک لوبډله راځي، چې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو سره يې د ترکيې پر وړاندې ٢٧٨ منډې کړې دي، خو چيک ريپبلک بشپړ غړيتوب لرونکې لوبډله نه ده.

په بشپړ غړيتوب لرونکو لوبډلو کې بيا اسټراليا هغه لوبډله ده چې په يوه لوبه کې يې ٢٦٣ منډې کړې دي، دغه لوبه د اسټراليا او سريلانکا ترمنځ په ٢٠١٦ کال کې په پالي کيلى کې ترسره شوې وه.

دا هم ولولئ

ویراټ کوهلي په ای پي ایل کې نوی ریکارډ جوړ کړ

په هند تجارتي لیګ یا ای پي ایل کې د رایل چېلنجرز بېنګلو لوبډلې لوبډلمشر …