کورپاڼه / خپلواک / کرکټ: د بوست او مس عينک لوبډلو لوبه په ژوندۍ بڼه
بوست او مس عينک

کرکټ: د بوست او مس عينک لوبډلو لوبه په ژوندۍ بڼه

(۲۴ سپتمبر ۲۰۱۹): د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو پايلوبه د بوست زون او مس عينک زون لوبډلو ترمنځ له کابل لوبغالي څخه په ژوندۍ بڼه ګورئ.

د کابل په لوبغالي کې د بوست او مس عينک زون لوبډلو ترمنځ پايلوبه ترسره کېږي. د لوبې په پيل کې پچه د بوست زون ګټلې وه او لومړی يې د مس عينک زون لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړې وه.

د يادولو ده چې د بوست او مس عينک زون لوبډلو ترمنځ دا لوبه د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي يوټيوب چېنل په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي او همدا راز وطن ټلويزيون يې هم په ژوندۍ بڼه خپروي.

د مس عينک زون لوبډله: نور علي ځدراڼ، ابراهيم ځدراڼ، رحمت شاه، عمران، نواز خان، شمس الرحمان، احسان الله احسان، یوسف ځاځی، افسر ځاځی، ضیا الرحمان او زيور الرحمان.

بوست زون لوبډله: ناصر جمال، احسان الله جنت، کریم صادق، یمين احمدزی، سيد شېرزاد، احمد ظاهر، دستګير خان، محمد عالم، منير احمد، سميع الله شينواری او وقار الله اسحاق.

ياده دې وي چې د غازي امان الله خان جام يو ورځنۍ سيالۍ چې نورې لوبې يې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوې، پنځه لوبډلو په کې ګډون کړی و، چې درې لوبډلې يې مخکښې وې، چې لومړی لوبه کې بوست زون او امو زون ولوبېدل او بوست زون بريا خپله کړه. همدا راز د امو زون او مس عينک زون ترمنځ دويمه پلی آف لوبه ترسره شوه چې مس عينک پکې بريالۍ او پايلوبې ته يې لار پېدا کړه.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …