کورپاڼه / خبرونه / ويسټ انډيزي لوبډله په جون کې د ټېسټ سياليو لپار انګلستان ته ځي
ويسټ انډيزي لوبډله

ويسټ انډيزي لوبډله په جون کې د ټېسټ سياليو لپار انګلستان ته ځي

د ويسټ انډيز کرکټ بورډ اجراييه رييس وايي، چې ټاکل شوې ده د دوى ٢٥ کسيزه ملي لوبډله به د جون په ٨مه نېټه انګلستان ته لاړه شي، چېرته چې به په ورپسې مياشت کې له انګلستان سره ٣ ټېسټ سيالۍ ترسره کوي، خو دغه سيالۍ به په خوندي لوبغالو کې او پرته له تماشچيانو ترسره کېږي.

د ويسټ انډيز کرکټ بورډ اجراييه رييس جوني ګريو وايي، چې له تېرو ٦ مياشتو راهيسې د انګلستان او ويلز کرکټ بورډ سره په خبرو لګيا دي او په راتلونکو ورځو کې به دوى لوبې هم ترسره کړي.

جوني ګريو له کريک انفو سره په خپله مرکه کې وويل، چې لوبغاړي به له تګ درې يا څلور ورځې مخکې د کورونا ويروس ټېسټونه کوي او له هغه وروسته به بيا په يوې ځانګړې الوتکه کې انګلستان ته ځي.

په انګلستان کې به ټول لوبغاړي کرنټين کېږي او همدا راز خپل تمرينات به هم ترسره کوي، خو د درې اونيو لپاره به دوى په يوه ځانګړي ځاى کې وي.

نوموړى زياتوي، چې د دوى د اوسني پلان له مخې لومړۍ ټېسټ لوبه به د جولاى په ٨مه، دويمه په ١٦مه او دريمه په ٢٤مه نېټه پيل شي. هغه وايي چې د دوى سفر به د جون له ٤مې پيلېږي، ځکه د جون له لومړۍ نېټې مخکې په انګلستان کې هېڅ رسمي کرکټ نه کېږي.

اجراييه رييس په خپلو خبرو کې وايي، چې اوس هم د ځينو لوبغاړو او له لوبډلې سره د نورو تخنيکي کسانو په اړه خبرې روانې دي، چې ايا دوى به د ٧ اونيو لپاره خپله کورنۍ په دې حالاتو کې پرېږدي او په دې سفر به لاړ شي او که نه. خو د هغه په وېنا چې په رسمي ډول ورته تراوسه کوم لوبغاړي د نه تګ څه نه دي ويلي.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز (2)

رحمان الله ګربز تاريخ جوړ کړ، د افغانستان لومړى او د نړۍ ١٦م لوبغاړى شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز چټک توپوهونکي او ويکټ ساتونکي په خپله لومړۍ نړيواله …