د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او ورو توپ اچونکي مجيب الرحمان د اختر مبارکۍ ويډيو په پښتو ژبه کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې خپره کړې ده.
د هند تجارتي ليګ لوبډله کنګز اليون پنجاب، چې مجيب الرحمان پکې لوبېږي، د هغه دوه ويډيوګانې خپرې کړې دي، چې په يوه ويډيو کې نوموړي په پښتو کې خلکو ته مبارکي ورکړې ده او په دويمه ويډيو کې بيا هغه په انګليسي د اختر مبارکې ورکړې ده.
Fans of @Mujeeb_R88, your Eidi just arrived! 😃
Watch his special message on this auspicious occasion! ✨#EidMubarak #EidAlFitr pic.twitter.com/UI9UpQaxlD
— Kings XI Punjab (@lionsdenkxip) May 25, 2020
مجيب الرحمان چې د کورونا له امله په خوست ولايت کې په خپل کور کې دى، په خپله ويډيو کې وايي، چې ټولو خلکو ته د کوچني اختر مبارکي ورکوم، روژې لمونځونه او عبادت مو قبول شه، الله دې وکړي چې خوشحاله روژه مو تېره کړې وي.
هغه همدا راز په خپلو خبرو کې وايي، چې الله دې په افغانستان کې سوله او امن راولي.
د يادولو ده چې د افغانستان په ګډون په اسلامي نړۍ کې پرون (يکشنبه د مۍ ٢٤مه نېټه) د کوچني اختر لومړۍ ورځ وه، خو په هند او بنګله دېش کې بيا نن (دوشنبه د مۍ ٢٥مه نېټه) د کوچني اختر لومړۍ ورځ وه.