کورپاڼه / خپلواک / کرکټ بورډ بند امير زون ته نوی سرپرست مسوول معرفي کړ
د بند امير زون نوی مسوول

کرکټ بورډ بند امير زون ته نوی سرپرست مسوول معرفي کړ

خپلواک وېبپاڼه (۲۴ سپتمبر ۲۰۱۹): د افغانستان کرکټ بورډ د بند امير زون ته نوی سرپرست مسوول معرفي کړ، پخوانی مسوول څو ورځې مخکې له دندې ګوښه شوی و.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپور کړي خبر کې ويلي دي، سيد مرتضی هاشمي د بند امير زون د سرپرست مسوول په توګه وټاکل شو. نوموړی چې د ماسټرۍ تر کچې يې لوړې زده کړې ترلاسه کړي، له تېرو ۶ مياشتو راهيسې يې په افغانستان کرکټ بورډ کې د کورني کرکټ د ارشد مدير په توګه هم دنده ترسره کوله.

دوی همدا راز زياته کړې ده، چې سيد مرتضی هاشمي له کرکټ سره اوږده مخينه لري، چې د ورزشي ټولنې د مشر په توګه هم پاتې شوی دی او همدا راز په افغانستان کرکټ بورډ کې يې هم دنده ترسره کړې ده، نو د بند امير زون لپاره د سرپرست مسوول په توګه معرفي شو.

د يادولو ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د سپتمبر په ۲۱مه نېټه، د بند امیر، بوست او امو زونونو مسوولین له دندو ګوښه کړي و، د دوی په وينا چې هر يو تر پنځه او لس کلونو پورې دندې ترسره کړې وې، خو هېڅ لاسته راوړنه يې نه درلودې.

کرکټ بورډ د درې واړه زونونو مسوولين له خپلو دندو د ناوړه ګټې اخيستو، اداري اصولو نه مراعت او په چارو کې د روڼتيا نه درلودو له امله ګوښ کړي و.

افغانستان کرکټ بورډ په خپور کړي خبر کې ويلي و: ((په ټوله کې د یادو شوو زونونو مسؤلینو هر یوه میر عظیم الله مبارز، مسعود رحماني او نور عالم فرید په خپلو دندو کې د کلونو په تېریدو موثریت نه دی څرګند کړی او د دوی په شتون کې یی د زونونو پورې اړوندو ولایتونو ته کړنې په هیڅ حسابیږي.))

د بند امير زون د مسوول مير عظيم الله مبارز په تړاو په دغه خبر کې ويل شوي و: ((د بند امیر زون مسؤل میر عظیم الله مبارز تر ډېره په زون او د زون پورې اړوندو ولایتونو لوبډلو کې خپلوي پاللې او حق یې حق دار ته ندی سپارلی چی یوه ښه بېلګه يې په روانو لېسټ اې سیالیو کې د اړوند لوبډلې نه ځلېدا ده چې په دې برخه کې ځینو رسنیو هم په دې وروستیو کې راپورونه خپاره کړل.))

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …