کورپاڼه / خپلواک / ګربز غوره لوبغاړی، افغان لوبډله ډک لاس هېواد ته راځي

ګربز غوره لوبغاړی، افغان لوبډله ډک لاس هېواد ته راځي

خپلواک وېبپاڼه (۲۴ سپتمبر ۲۰۱۹): د افغانستان او بنګله دېش لوبډلې ترمنځ نن په ډهاکه کې ترسره کېدونکې د درې اړخیزې لوبې پایلوبه د باران له امله ترسره نه شوه، چې په دې سره د لوبلړۍ ټرافي دواړو لوبډلو په ګډه ترلاسه کړه.

همدا راز د افغانستان ځوان توپوهونکی او ویکټ ساتونکی رحمان الله ګربز په دې سیریز کې ښه وځلېده او د سیریز د غوره لوبغاړي جایزه يې ترلاسه کړه.

د افغان لوبډلې لپاره د بنګله دېش سفر له لاسته راوړنو ډک و، ځکه په یوازينۍ ټېسټ لوبه کې يې بنګله دېش لوبډلې ته ستره او تاریخي ماته ورکړه او یوازې په درې ټېسټ لوبو کې يې دوه بریاوې خپلې کړې.

همدا راز په دغه لوبه کې رحمت شاه لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې ټېسټ لوبو کې يې سلیزه ووهله. راشد خان د ټېسټ سیالیو کم عمره لوبډلمشر او همدا راز په خپله لوبډلمشرۍ کې يې په خپله لومړۍ لوبه کې پنځوسیزه او تر لس زیاتې ویکټې ترلاسه او دا ریکارډ يې په خپل نوم کړ.

د شل اوریزو لوبو په درې اړخیزه سیریز کې افغان لوبډلې دوه لوبو کې بریا خپله کړه، لومړی ریکارډ يې دا جوړ کړ چې په شل اوریزو لوبو کې يې په پرلپسې ډول ۱۲ لوبې وګټلې، چې خپل پخوانی د ۱۱ لوبو پرلپسې ګټلو ریکارډ يې مات کړ.

همدا راز افغان الراونډر محمد نبي لومړنی لوبغاړی شو، چې په شل اوریزو لوبو کې يې ۱۲ ځلې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه. د پاکستان شاهد اپريدي او د هند ویراټ کوهلي بیا ۱۱-۱۱ ځلې د غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړي.

په شل اوریزو لوبو کې افغانستان په لومړۍ لوبه کې زمبابوې او دویمه کې بنګله دېش ته ماته ورکړه. په دریمه لوبه کې يې له زمبابوې او په څلورمه لوبه کې يې له بنګله دېش څخه ماته وخوړله. همدا راز پنځمه یا پایلوبه د باران له امله ترسره نه شوه.

دا سفر د رحمان الله ګربز لپاره ډېر له لاسته راوړنو ډک و، ځکه دا د نوموړي لومړی سیریز و چې د افغان لوبډلې استازولي يې کوله او د ګربز په شکل کې افغان لوبډلې یو تکړه توپوهونکی او ښه ویکټ ساتونکی پېدا کړ.

نوموړي په خپل لومړي سیریز کې ثابته کړه چې هغه د افغانستان لپاره سترې لاسته راوړنې درلودلی شي. نوموړي په ۴ لوبو کې ۱۳۳ منډې وکړې، حال دا چې په یوه لوبه کې په صفر هم سوځېدلی و، خو په یوه لوبه کې يې پنځوسیزه هم ووهله او د ښې توپوهنې له امله يې د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ د راپور تر مخه، بنګله دېش هېواد ته د افغانستان ملي لوبډلې سفر پای ته ورسېده او سبا به لوبډله بېرته هېواد ته راستنه شي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …