کورپاڼه / مرکې / دانش: که راشد خان نړيوال جام کې لوبه ونه کړه، بايد کېنول شي
نسيم دانش

دانش: که راشد خان نړيوال جام کې لوبه ونه کړه، بايد کېنول شي

د افغانستان کرکټ پخواني عمومي رييس نسيم الله دانش په خپله يوه مرکه کې وويل، چې که چېرته د راشد خان په څېر لوبغاړي په نړيوال جام کې د لوبډلې لپاره سمه لوبه نه کوي، بايد کېنول شي.

هغه وويل چې د کرکټ بورډ مشران په لوبغاړو باندې ځان ساتي، همدا لامل دى چې لوبغاړى دومره زورور شوي دي او کولاى شي مشران بدل کړي.

د هغه له مرکې داسې هم څرګنده شوه، چې نوموړى يو ځل بيا د کرکټ بورډ عمومي رياست ته نوماند دى او په دې برخه کې يې خپل پلان هم جوړ کړى دى تر څو ولسمشر ته يې وړاندې کړي.

د کرکټ بورډ پخواني چيرمېن نسيم دانش چې له امريکا غږ اشنا راډيو سره يې مرکه کوله، په خپلو خبرو کې وويل، چې ولسمشر ته پکار ده چې د بورډ د مشر له لومړۍ نه تر وروستۍ ورځې پورې ملاتړ وکړي، کله چې د بورډ مشر ټاکي نو هغه بايد د يو مسلکي، د کرکټ په تخنيکي اړخ پوه او يو ښه مدير وي، د بورډ مشر ته بايد وخت ورکړي چې خپله کاري دوره پوره کړي. همدا رنګه ولسمشر ته نه ده پکار چې د لوبغاړي په مرکې سره هغه له دندې ګوښه کړي، لږ تر لږه ولسمشر بايد د بورډ مشر له ليرې کولو پس له هغه سره يو ځل وګوري چې ولې يې له دندې ګوښه کړ.

د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې نسيم دانش وويل، چې افغان کرکټ په لومړيو وختونو کې اړتيا درلوده چې د بورډ د رهبرۍ غړي دې يې دولتي وي، هغه د دې لپاره چې له بورډ سره همکاري وکړي، خو اوس د بورډ غړي ټول سياسي چارواکي دي چې افغان کرکټ سره هېڅ مرسته نه شي کولاى.

نوموړي د نړيوال جام په اړه وويل، چې په پنځوس اوريزه نړيوال جام کې چې کومو لوبغاړو قصدي ډول نه غوښتل چې له زړه نه لوبه وکړي، له هغوى سره بايد قانوني چلند شوى و، هغه په ځانګړي توګه د راشد خان نوم ياد کړ او وې ويل چې راشد خان زموږ ستورى دى، خو چې په نړيوال جام کې سمې لوبې نه کوي، بايد کېنول شي.

نسيم دانش د خپلې مرکې په دوام وويل، ولسمشر غني د اوسني سياسي بورډ لپاره بايد لاس په کار شي او په کرکټ پوه خلک د بورډ د رهبرۍ لپاره وټاکي. هغه وويل چې د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړي په خپل لاس زورور شوي، ځکه چې د کرکټ بورډ مشران پرې خپل ځانونه ساتي او په ارګ کې پرې خپلې ستاينې کوي، تر څو په چوکۍ پاتې شي.

نوموړي وويل، چې بايد د بورډ مشر خپله موده پوره کړي او د راتلونکي ځل لپاره چې د بورډ مشر ټاکل کېږي، بايد د ټاکنو له لارې راشي. هغه وويل چې هر څوک ټاکل کېږي، بايد پوره پلان او پوهه ولري او په هر څه باندې ولسمشر ته پريزينټيشن ورکړي.

نوموړي وويل، کله چې هغه انضمام الحق د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه ټاکه، نو د کرکټ نړيوالې شورا څخه يې يو کس راوستى و، تر څو له انضمام الحق سره ورسره په ګډه مرکه وکړي، ځکه چې هغه دومره پوهه نه درلوده.

نسيم دانش دا هم وويل چې د افغانستان غوره ليګ پيلول ښه کار نه و، ځکه چې موږ د اى پي ايل، بي پي ايل او پي ايس ايل سره ځان بايد نه واى سم کړى، هغه خلکو ډېر کرکټ کړى دى او زموږ پيل دى، موږ بايد له شپږيزې څخه يو برانډ جوړ کړى واى.

نوموړى وايي، چې د هغه پر مهال هېڅ لوبغاړي دا اجازه نه درلوده چې د رسنيو څانګې له اجازې پرته له رسنيو سره خبرې وکړي، اوس خو لوبغاړي ټويټونه کوي او په ټولنيزو رسنيو کې ويډيوګانې خپروي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar