کورپاڼه / خبرونه / افغانستان په نومبر کې له اسټراليا سره ټېسټ سيالي ترسره کوي
افغانستان او اسټراليا

افغانستان په نومبر کې له اسټراليا سره ټېسټ سيالي ترسره کوي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې افغان ملي لوبډله به د روان کال په نومبر مياشت کې د اسټراليا په پرت لوبغالي کې د ياد هېواد د ملي لوبډلې پر وړاندې يوازينۍ ټېسټ لوبه ترسره کړي.

که څه هم په ټوله نړۍ کې د کورونا ويروس له امله د کرکټ سيالۍ ځنډېدلي دي، خو هيلې شته دي چې په جولاى کې يو ځل بيا د کرکټ سيالۍ پيل شي، خو ښايي تماشچيان لوبغالو ته پرې نه ښودل شي او د کرکټ نړيوالې شورا د نويو لارښوونو او بدلونونو سره به کرکټ يو ځل بيا پيل شي.

د افغانستان او اسټراليا يوازينۍ ټېسټ لوبه چې اسټراليا يې کوربه توب کوي، د نومبر په ٢١مه نېټه پيل کېږي چې د مهالوېش له مخې به د يادې مياشتې تر ٢٥مې نېټې پورې دوام وکړي.

کرکټ بورډ په يو خبر کې ويلي دي، چې د کرکټ بورډ اجراييه رييس لطف الله ستانکزى د دواړو هېوادونو ملي لوبډلو ترمنځ يوازينۍ ټېسټ لوبې ته ډېر لېواله دى او هيله يې څرګنده کړې ده چې تر هغه وخته پورې به کورونا ناروغي له منځه لاړه شي او دغه لوبه به ترسره شي.

لطف الله ستانکزى وايي: ((د اسټراليا لوبډله ډېره پياوړې لوبډله ده، خو زموږ لوبډله به هم دغې سيالۍ ته بشپړ چمتووالى ولري او دغه لوبه به زموږ د لوبډلې لپاره يوه ښه تجربه واوسي.))

د يادولو وړ ده چې افغانستان له دې مخکې د هند، ايرلېنډ، بنګله دېش او ويسټ انډيز سره ټېسټ سيالۍ ترسره کړي دي، چې ايرلېنډ او بنګله دېش څخه يې لوبې ګټلي دي او له هند او ويسټ انډيز څخه يې ماتې خوړلي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د افغانستان ایمرجېنګ لوبډله جوړیږي

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیه کې ویلی دي د دوی د تازه پرېکړې …