خپلواک وېبپاڼه (۲۵ سپتمبر ۲۰۱۹): د پاکستاني فلمونو اداکاره وينا ملک وايي، چې که په فلم کې يې کوم کردار خوښ شي، نو د هغې لپاره هر څه کولای شي، ان هر ډول کالي اغوستای شي، که چېرته تر څه حده لوڅې صحنې ته اړتيا وي، هم يې کولای شي.
وينا ملک چې يوه پاکستانۍ فلمي ستورې ده، هغې تېره ورځ د خېبر پښتونخوا حکومت د هغه پرېکړې ملاتړ کړی و، چې په تعليمي ځايونو کې دې نجونه په برقعو کې راځي. خو وروسته يې په خپله يوه مرکه کې ويلي، چې زما مطلب برقعه نه و، بلکې ما ويل چې نجونه دې لوپټې په سر کړي.
وينا ملک هغه پاکستانۍ اداکاره ده، چې په لومړي ځل يې په پاکستان کې تر ټولو زيات بربنډ کارونه ترسره کړل، هغې د هند په بيګ پاس کې هم ګډون کړی و او له هغه وروسته يې په هند کې يو څو فلمونه هم ترلاسه کړي و، چې ټول بي ګريډ فلمونه و او په هغه فلمونو کې يې تر ډېره لوڅ کردارونه ترسره کړي و.
همدا راز د يوې هندۍ مجلې لپاره يې هم لوڅ انځورونه ويستي و، چې په مټ يې د پاکستان د استخباراتي ادارې نوم لیکل شوی و، چې له هغه وروسته يې په اړه سختې نيوکې وشوې.
په هندي فلمونو کې تر ناکامۍ وروسته وينا ملک دوبۍ ته لاړه او هلته يې بيا له يوه سوداګر سره واده وکړ، چې له هغه وروسته بېرته پاکستان ته لاړه او هلته يې په ځينو خپرونو کې هم کار وکړ.
خو وينا ملک د پاکستان تر ټولو زياتې لوڅې اداکارې په توګه پېژندل کېږي، چې تازه يې په خپله يوه مرکه کې ويلي دي، چې هغه د فلمونو لپاره هر څه ترسره کولای شي.
کله چې له هغې دا پوښتنه وشوه، چې يو ځل بيا به په فلمونو کې بېباکه يا بربنډ رولونه ترسره کړي؟ نو نوموړې په خپل ځواب کې وويل، چې يو ځل يې په فلم کې د کار کولو پرېکړه وکړه، نو د کردار لپاره هر څه ترسره کولای شي. هغه وايي که اړتيا وه نو يو ځل بيا هم نيمه لوڅ کردارونه په ښه ډول ترسره کولای شي.
خو بلخوا بيا وايي، چې حکومت ته پکار دي چې په فلمي نړۍ کې هم په ښځو د لوپټو په سر کول لازم کړي او ټولو ته ووايي چې هېڅ نجلۍ به پرته له لوپټې نه ګرځي.