کورپاڼه / خبرونه / وقار يونس د غېر اخلاقي ويډيو تر لايک وروسته د ټويټر پرېښودو اعلان وکړ، وايي ټويټر يې هېک شوى
وقار يونس

وقار يونس د غېر اخلاقي ويډيو تر لايک وروسته د ټويټر پرېښودو اعلان وکړ، وايي ټويټر يې هېک شوى

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى چټک توپ اچونکى، لوبډلمشر او روزونکى وقار يونس له هغه وروسته تر سختو نيوکو لاندې راغى، چې په ټويټر کې يې يوه غېر اخلاقي ويډيو لايک کړې وه.

په ټويټر چې کله يو کس د بل کوم چا پوسټ لايک کړي، نو هغه اتومات د هغه له اکاونټ څخه هم خپرېږي او هر څومره کسانو چې د نوموړي کس اکاونټ فالو کړى وي، ټولو ته ښکاري.

وقار يونس لايک شوى پوسټ

له سختو نيوکو وروسته وقار يونس يو ويډيو پېغام خپور کړ او پکې يې د ټويټر پرېښودو اعلان وکړ. نوموړي وويل چې د هغه د ټويټر اکاونټ هېک شوى دى او هېکر ترې غېر اخلاقي ويډيو لايک کړې ده.

نوموړي په خپله ويډيو کې دا هم وويل، چې هغه کورنۍ لري، عزت لري او په ټويټر کې داسې خلک شته دي چې د دې هېڅ پروا هم نه کوي نو په همدې خاطر هغه غواړي چې نور له ټويټر سره مخه ښه وکړي.

هغه وايي، له خپلې کورنۍ سره ډېره مينه لري، نو له نن څخه وروسته به په ټولنيزو رسنيو کې نه وي، له خپلو مينه والو څخه هم بخښنه غواړي چې په دې کار ورته تکليف رسېدلى دى.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …