کورپاڼه / خبرونه / د اسټراليا کرکټ بورډ د نړيوال شل اوريز جام د يو کال وروسته کولو غوښتنه کړې
کرکټ اسټراليا

د اسټراليا کرکټ بورډ د نړيوال شل اوريز جام د يو کال وروسته کولو غوښتنه کړې

په اسټراليا کې ترسره کېدونکى نړيوال شل اوريز جام تر پيلېدو مخکو د ستونزو ښکار شوى دى، د اسټراليا کرکټ بورډ (کرکټ اسټراليا) د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) نه غوښتنه کړې ده چې نړيوال جام دې يو کال وروسته کړي.

د رسنيو د رپورونو په وېنا، د کرکټ نړيوالې شورا په ويډيويي کنفرانس کې د نړيوال شل اوريز جام د ترسره کېدو او نه ترسره کېدو په اړه پرېکړه د جون ١٠مې نېټې ته وځنډول شوه، خو د اسټراليا کرکټ بورډ به له اى سي سي نه غوښتنه کړې ده چې نړيوال جام دې يو کال وروسته کړي.

د اسټراليا کرکټ بورډ له لوري د اى سي سي فنانس کمېټې ته ليکل شوى دغه خط رسنيو ته رسېدلى دى، چې د پټو معلوماتو بهر وتلو له امله د بورډ غړو نيوکې کړي دي او ويلي يې دي چې په دې اړه دې څېړنې وشي.

د اسټراليايي رسنيو د راپورونو په وېنا، د اسټراليا کرکټ بورډ اى سي سي ته د نړيوال شل اوريز جام د يو کال وروسته کولو غوښتنه کړې ده، بل لوري ته د اسټراليا کرکټ بورډ عمومي رييس ارل ايډينګز ويلي دي، چې د نړيوال جام ٢٠٢٢ پورې ځنډېدل به کرکټ ته تاوان ورسوي.

د يادولو وړ ده چې د کورونا ويروس نړيوالې وبا په ټوله نړۍ کې لوبې اغېزمنې کړې دي، چې په دې لړ کې د کرکټ ټولې سيالۍ هم لغوه شوې دي او د نړيوال شل اوريز جام ترسره کېدل هم په خطر کې دي.

د اى سي سي له لوري ويل شوي و، چې د نړيوال شل اوريز جام د ترسره کېدو يا نه ترسره کېدو په اړه به په راتلونکې غونډه کې خبرې کوي او اوس د اکتوبر او نومبر په مياشت کې ده جام په اسټراليا کې ترسره کېدونکى دى او تيارۍ هم ورته روانې دي.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …