د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي، چې د کرکټ بورډ ټولې چارې په منظم شکل په انلاين بڼه مخې ته وړل کېږي.
نوموړى همدا راز ليکي، چې لوبغاړي به هم ډېر ژر د عامې روغتيا وزارت سره په همغږۍ خپل تمرينات پيل کړي.
وروسته له هغه چې په کرکټ بورډ نيوکې وشوې او وويل شول چې د کرکټ بورډ عمومي مشر له څو مياشتو راهيسې کرکټ بورډ ته نه دى تللى، نو د کرکټ بورډ وياند په فېسبوک وليکل، چې د کرنټين په دې شپو ورځو کې د کرکټ بورډ ټولې چارې په منظم شکل انلاين مخې ته وړل کېږي.
نوموړي همدا راز زياته کړه، چې لوبغاړي به هم ډېر ژر د عامې روغتيا وزارت سره په همغږۍ خپل تمرينات پيل کړي.
د يادولو ده چې د کورونا ويروس له امله په هېواد کې ګرځبندېز له اعلان سره سم د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ټول لوبغاړي په کورونو کې ناست دي او ويل کېږي چې د تمريناتو هېڅ لارښوونه او يا هم امکانات ورته نه دي برابر شوي.
د نورو هېوادونو کرکټ بورډونو بيا په منظم ډول د ګرځبندېز پر مهال هم خپلو لوبغاړو سره په اړيکه کې دي، لارښوونې ورته کېږي او همدا راز په انلاين بڼه ترې ټېسټونه هم اخيستل کېږي.