کورپاڼه / خبرونه / پر افتاب عالم لګېدلى يو کلن بندېز پاى ته ورسېد
افتاب عالم

پر افتاب عالم لګېدلى يو کلن بندېز پاى ته ورسېد

د افغانستان د کرکټ بوډ د ډسپلین کمېټې له لوري د ملي لوبډلې په چټک توپ اچوونکي افتاب عالم باندې لګول شوی یو کلن بندېز نن رسماً پای ته ورسید چې له مخې به یې نوموړی ډیر ژر له ملي لوبډلې سره يو ځاى شي.

افتاب عالم کال وړاندې د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام پر مهال، د ډسپلین له قوانینو څخه سرغړونه کړې وه چې له امله یې هغه له یو کلن بندیز سره مخ کړی شو چې د دغې بندیز له مخې نوموړي یو کال د افغانستان لپاره نړیوال او په کور دننه کرکټ ترسره نه کړ.

اوس د افغانستان د کرکټ بورډ ډسپلین کمیټه وایي، چې په افتاب عالم لګول شوی یو کلن بندیز د دوی له لوري نن رسماً پای ته ورسېد او هغه نور کولی شي چې د قوانینو مطابق په نړیوالو، کورنیو او تجارتي سیالیو کې ولوبېږي.

د افتاب عالم د بندیز د پای ته رسېدو سره سم ډسپلین کمیټې د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي او اجراییه ريیس لطف الله ستانکزي ته ایمیلونه کړي دي چې ګواکې د افتاب عالم بندیز پای ته ورسېد.

د ډسپلین کمېټې پر وینا، چې دوی د پریکړې سره سم افتاب عالم د افغان لوبډلې د غوراوي کمیټې مشر انډي مولز ته هم ور وپیژانده چې نور کولی شي د افغان لوبډلې لپاره لوبې وکړي.

د افغان کرکټ د ډسپلین کمېټې پر وینا چې افتاب عالم به رسماً د جون پر لومړۍ یاهم دوهمه نیټه د انډي مولز له لوري د ملي لوبډلې راتلونکي پلان شوي تمریناتي کمپ ته هم انتخاب شي چې د اوصولو سره سم به ملي لوبډله کې خپل ځای پیداکړي.

د معلوماتو له مخې د جون میاشت د پیلیدو سره سم به په کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کي د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ هم پیل شي، دغه کمپ به په څو برخو ویشل کیږي او هره ډله کې به اته- اته لوبغاړي شتون ولري چې د احتیاطي تدابیرو سره سم به پیل شي.

د ډسپلین کمېټې پر وینا چې دوی د افغانستان د کرکټ بورډ رسنیو څانګې ته هم خبر ورکړی دی چې د افتاب عالم یو کلن بندیز پای ته رسیدلی دی، څو رسمآ د هغه د بندیز پای ته رسېدو اعلان وکړي.

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي افتاب عالم هم د افغانستان د کرکټ بورډ د ډسپلین کمېټې د دغې پرېکړې څخه خوښي ښکاره کړه، نوموړي ولس ته ډاډ ورکړ چې هغه اوس لوبو کولو ته په بشپړه توګه تیار دی.

آفتاب عالم ویلی دي چې هغه د بندیز په دغې یو کلنه موده کې هم خپل تمرینات جاري ساتلي دي او داسې ورځې نه دي راغلي چې نوموړي خپل تمرینات پریښي دي نو دی اوس هم بشپړ چمتو دی.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د افغان ملي لوبډلې پر یوه بل مهم لوبغاړي شفیق الله شفق هم د فساد له کبله شپږ کلن بندیز لګیدلی دی.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنجيده اسلام

د بنګله دېش ملي لوبډلې لوبغاړې د ناوې په جوړه کې مېدان ته کوزه شوه

د بنګله دېش کرکټ ښځينه لوبډلې لوبغاړې سنجيده اسلام د ناوې په جوړه کې د …