کورپاڼه / خپلواک / راشد، نبي، ځاځى او مجيب د شل اوريزو غوره لوبغاړي
شل اوريزه درجه بندي

راشد، نبي، ځاځى او مجيب د شل اوريزو غوره لوبغاړي

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ سپتمبر ٢٠١٩): د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر او ورو توپ اچونکي راشد خان خپل لومړى مقام ساتلى، همدا راز محمد نبي په دريم، حضرت الله ځاځى په پنځم او مجيب الرحمان په نهم مقام کې قرار لري.

د کرکټ نړيوالې شورا د نړيوالو شل اوريزو لوبو په درجه بندۍ کې افغان لوبغاړي هم غوره مقامونه لري. په دې لړ کې د توپ اچونکو په برخه کې افغان لوبډلمشر راشد خان يو ځل بيا خپل لومړى مقام ساتلى دى. بل ورو افغان توپ اچونکى مجيب الرحمان دى، چې په لومړي ځل د لس غوره توپ اچونکو په ليسټ کې راغلى دى، نوموړى ٦٥٢ امتيازونه لري او په دغه ليسټ کې يې نهم مقام کې ځان ځاى کړى دى.

همدا راز مخکښ الراونډر او د افغانستان تجربه لرونکى لوبغاړى محمد نبي که څه هم د الراونډرانو په برخه کې لومړى يا دويم مقام نه دى خپل کړى، خو هغه اوس هم په دريم مقام ولاړ دى.

بلخوا بيا د افغانستان ملي لوبډلې تېز او چټک توپوهونکى حضرت الله ځاځى د توپوهونکو په برخه کې د نړۍ پنځم غوره لوبغاړى دى، که څه هم هغه ډېرې لوبې نه دي کړي خو بيا يې هم ډېر لوبغاړي تر شا پرېښي او پنځم مقام يې خپل کړى دى.

د يادولو ده چې افغان لوبډلې د بنګله دېش بريالى سفر ترسره کړه، چې په دغه سفر کې يې بنګله دېش ته په يوازينۍ ټېسټ لوبه کې ماته ورکړه، همدا راز په درې اړخيزه شل اوريزه سياليو کې يې دوه برياوې خپلې کړي او چون پايلوبه ترسره نه شوه، نو د يادې لوبلړۍ ټرافي دواړو لوبډلو ته په ګډه ورکړل شوه.

همدا راز د دغه درې اړخيزه لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه بيا ځوان توپوهونکي او ويکټ ساتونکي رحمان الله ګربز ته ورکړل شوه، چې دا د نوموړي لومړنى نړيوال شل اوريز سيريز و.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …