کورپاڼه / خبرونه / ويراټ کوهلي؛ يوازينى کرکټر چې په ١٠٠ لوړ عايد لرونکو ورزشکارانو کې راغلى
ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي؛ يوازينى کرکټر چې په ١٠٠ لوړ عايد لرونکو ورزشکارانو کې راغلى

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او د نړۍ غوره توپوهونکى ويراټ کوهلي يوازينى د کرکټ لوبغاړى دى چې د امريکا مشهورې (فوربز) مجلې د لوړ عايد لرونکو سل ورزشکارانو په ٢٠٢٠ کال ليسټ کې اچولى دى.

ښى لاسى توپوهونکى ويراټ کوهلي بيا د هند يوازينى ورزشکار دى چې په دغه ليسټ کې يې ځاى پېدا کړى دى.

د فوربز مجلې د راپور په وېنا، ويراټ کوهلي ٢٦ ميليونه امريکايي ډالر ګټلي دي، چې د تېر ٢٠١٩ کال په پرتله نوموړى په ٢٠٢٠ کال ٣٠ نومرو پورته تللى دى او په تازه ليسټ کې په ٦٦م مقام کې ځاى لري.

فوربز مجله د ورزشکارانو عايد له بېلا بېلو برخو څخه معلوموي، چې په دې کې د ورزشکارانو د جايزې پېسې، معاش، قرارداد، اعلانونه، له شرکتونو سره قراردادونه او نورې ټولې هغه لارې څاري، چې ورزشکاران ترې پېسې ترلاسه کوي، دا ليسټ د ٢٠١٩ کال د جون له لومړۍ ورځې څخه بيا د ٢٠٢٠ کال د جون د لومړۍ ورځې پورې حسابول کېږي.

دا دويم ځل دى چې له هند څخه يوازې ويراټ کوهلي په پرلپسې ډول د فوربز په ١٠٠ لوړ عايد لرونکو ورزشکارانو ليسټ کې ځاى پېدا کوي، په ٢٠١٩ کال کې نوموړى د ٢٥ ميليونه امريکايي ډالرو عايد سره په ١٠٠م مقام راغلى و.

په نورو ورزشکارانو کې د سويټزرلېنډ د ټينس لوبغاړى راجر فيډر په لومړي مقام کې راغلى دى، هغه په تېرو ١٢ مياشتو کې ١٠٦.٣ ميليونه امريکايي ډالر عايد درلود، نوموړي د پرتګال د فوټبال لوبغاړى کرسټيانو رونالډو شاته کړى دى.

له راجر فيډر وروسته درې ورزشکاران بيا د فوټبال لوبغاړي دي چې ډېر عايد لري، په دوى کې رونالډو په دويم مقام راغلى دى چې ١٠٥ ميليونه امريکايي ډالر عايد يې درلود، همدا راز ميسي بيا د ١٠٤ ميليونه امريکايي ډالرو سره په دريم مقام او د برازيل نېمر د ٩٥.٥ ميليونه امريکايي ډالرو سره په دريم مقام کې قرار لري.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز (2)

رحمان الله ګربز تاريخ جوړ کړ، د افغانستان لومړى او د نړۍ ١٦م لوبغاړى شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز چټک توپوهونکي او ويکټ ساتونکي په خپله لومړۍ نړيواله …