کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کينټ لوبډلې له محمد نبي سره خپل تړون لغوه کړ
محمد نبي

کينټ لوبډلې له محمد نبي سره خپل تړون لغوه کړ

د انګلستان د ويټاليټي بلاسټ شل اوريزه سياليو کينټ لوبډلې له افغان الراونډر محمد نبي سره د سږکال سياليو لپاره خپل تړون لغوه کړ.

د کورونا ويروس نړيوالې وبا له امله په ټوله نړۍ کې ورزشي سيالۍ لغوه شوې دي، چې په دې لړ کې د کرکټ سيالۍ هم نه ترسره کېږي.

د کينټ لوبډلې مسوولينو په همدې خاطر له افغان الراونډر محمد نبي سره خپل تړون ځنډولى دى، چې ويل کېږي ښايي سږکال د ويټاليټي بلاسټ شل اوريزې سيالۍ ترسره نه شي.

د يادې لوبډلې مسوولينو ويلي دي، چې سږکال که سيالۍ ترسره هم شي نو محمد نبي به ونه شي کولاى چې د دوى لوبډلې سره يو ځاى شي، دوى ويلي دي چې ښايي په راتلونکي کې محمد نبي سره دوى بيا تړون وکړي.

محمد نبي چې د افغانستان يو له تجربه لرونکو او مخکښو لوبغاړو څخه دى، هغه د نړيوالو شل اوريزو او نړيوالو يو ورځنيو سياليو تر ټولو غوره الراونډر دى، د دواړو بڼو سياليو په الراونډرانو درجه بندۍ کې نوموړى اوس په لومړي مقام کې دى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عمران طاهر

د چيناى سوپر کنګز ٥ لوبغاړي چې روان اى پي ايل به يې وروستى پړاو وي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل د ٢٠٢٠ کال سياليو شاوخوا يوه مياشت …