کورپاڼه / خبرونه / راشد خان د روژې په ٢٣مه پاکستان ته تللى، اوس هم هلته دى
راشد خان

راشد خان د روژې په ٢٣مه پاکستان ته تللى، اوس هم هلته دى

د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان د روژې په ٢٣مه نېټه پاکستان ته تللى دى او اوس هم په پاکستان کې له خپلې کورنۍ سره دى.

راشد خان چې ويل کېږي تر نيمايي ډېره کورنۍ يې په پاکستان کې مېشت ده، د روژې په ٢٣مه نېټه د ځينو ملګرو او اړيکو په مرسته د تورخم له لارې پاکستان ته تللى دى.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې يو پخوانى لوبغاړى، د نوم نه ښودلو په شرط وايي، چې د روژې په ٢٢مه نېټه راشد خان له هغه سره په جلال اباد کې و، خو د روژې په درويشتمه نېټه هغه د تورخم له لارې پاکستان ته لاړ.

راشد خان ٢

نوموړى همدا راز زياتوي، چې پاکستان ته له رسېدو وروسته يې هغه ته اطمينان ورکړ چې نوموړى خپلې کورنۍ ته رسېدلى او ورسره يو ځاى شوى دى.

د کوچني اختر په مناسبت سره د راشد خان له خپلې کورنۍ سره يو شمېر انځورونه هم په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شول، خو له انځورونو څخه دا نه څرګندېده چې راشد خان په افغانستان کې دى او که په پاکستان کې، خو دقيقه خبره دا ده چې د راشد خان کورنۍ په پاکستان کې مېشت ده.

راشد خان ١

همدا راز د ملي لوبډلې يو شمېر نور لوبغاړي هم چې کورنۍ يې په پاکستان کې دي، ځينې يې له ګرځبندېز مخکې پاکستان ته تللي او اوس هم هلته دي.

د ملي لوبډلې د لوبډلمشر اصغر افغان ورور او د ملي لوبډلې لوبغاړى کريم جنت هم په پاکستان کې دى، چې څه وخت مخکې يې هلته د کوژدنې عکسونه هم په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي و.

که څه هم د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه په بيا بيا لوبغاړو ته دا ويلي دي چې خپل کورونه دې هېواد ته راوړي او همدا راز د دوى له اجازې پرته دې هېڅ هېواد ته نه ځي، خو ويل کېږي چې هغه لوبغاړي چې کورونا يې په پاکستان کې دي، اوس هم پرته له دې چې کرکټ بورډ ته خبر ورکړي، پاکستان ته ځي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستانی کرکټر حسن علي وايي، مېرمن يې حامله ده او ژر به ۳ شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی حسن علي وايي چې مېرمن يې حامله …