کورپاڼه / خپلواک / پاکستاني کرکټر ځان په خټو لړلى، د خلکو سختې نيوکې
محمد حفيظ ١

پاکستاني کرکټر ځان په خټو لړلى، د خلکو سختې نيوکې

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ سپتمبر ٢٠١٩): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر محمد حفيظ ځان په خټو لړلى او بيا يې خپل انځورونه په ټولنيزو رسنيو خپاره کړي، چې د هغه مينه والو پرې سختې نيوکې کړي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وينا، د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر محمد حفيظ نن سبا په ويسټ انډيز کې دى چې هلته په کارابين تجارتي سياليو کې لوبېږي. نوموړى د يو شمېر کرکټ لوبغاړو سره په ګډه د سينټ لوشيا مشهورې چينې ته تللى دى، د دغه چينې په تړاو دا مشهور ده چې دا څوک په مخ ولګوي، نو مخ يې ښايسته کېږي، همدا راز محمد حفيظ د دغه چينې خټې نه يوازې په مخ لګولي دي، بلکې ټول بدن يې هم پرې لړلى دى.

کله چې حفيظ دا انځور خپور کړ، نو مينه والو يې هغه تر سختو نيوکو لاندې راوسته. چا ورپسې ټوکې وکړې او ورته يې وويل، چې ولې په پاکستان کې خټې لږې وې چې ويسټ انډيز ته ورپسې لاړې، نو ځينو کسانو ورته وليکل چې داسې ښکاري د کراچۍ په کومه نالۍ کې لوېدلى يې.محمد حفيظ

همدا راز يو کس خو بيا د يوه هندي فلم يو انځور هم ورسره خپور کړ، چې په هغه انځور کې يو کس په نالۍ کې لوېدلى او همداسې په خټو او مرداريو لړلى وي.

د يادولو ده چې تر دې مخکې هم محمد حفيظ په سينټ لوسيا کې د لمر سترګې د ډوبېدو پر مهال يو انځور اخيستى و، چې کميس يا بنيان څه يې نه و اغوستي او هغه انځور يې هم په ټولنيزو رسنيو خپور کړى و. د خټو انځور په څېر په هغه انځور يې هم خلکو سختې نيوکې کړې وې او ډېرى خلکو ورپسې ټوکې هم ليکلې وې، خو محمد حفيظ تر هغه وروسته بيا د خلکو د ټوکو لپاره خپل په خټو لړلى انځور هم خپور کړى.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …