کورپاڼه / خبرونه / کريم صادق: حکيم الکوزي ټول افغانستان د ټېنشن نه خلاص کړو

کريم صادق: حکيم الکوزي ټول افغانستان د ټېنشن نه خلاص کړو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى پيليز توپوهونکى کريم صادق وايي، چې حکيم الکوزى د ٢٠٢٠ کال غوره شخصيت دى، ټول افغانستان يې له ټېنشن نه خلاص کړو او بايد امتيازات ورکړو.

کريم صادق پوسټ ٣

حکيم الکوزي چې وايي د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره يې د نبوي او يوناني طب په مرسته داسې درمل جوړ کړي دي، چې د درې څاڅکو په چاى کې له څښلو سره ناروغ په درې ساعته کې رغوي.

کريم صادق په خپل فېسبوک کې د حکيم الکوزي په تړاو درې پوسټونه کړي دي. هغه د يوه سپين ږيري عکسونه هم خپاره کړي دي او وايي چې دا سپين ږيرى يې د مشر کاکا زوى دى، چې پرون ورته ډېر په مشکله دغه درمل ورسېدل. هغه وايي پرون ډېر په تکليف کې و خو د حکيم الکوزي له درملو خوړلو وروسته اوس روغ دى.

کريم صادق پوسټ ٢

هغه همدا راز په يو بل پوسټ کې وايي، چې د تره زوى يې حکيم الکوزي ته ډېرې دعاوې کوي، ځکه چې درمل يې هم وړيا ورکړي دي او ورسره رغېدلى دى.

کريم صادق پوسټ ١

حکيم الکوزى چې ويل کېږي له درملو سره يې په زرګونو د کورونا ناروغان رغېدلي دي، د عامې روغتيا وزارت يې کلينيک له دې امله تړلى دى چې جواز نه لري.

عامې روغتيا وزارت همدا راز د حکيم الکوزي د درملو نمونه هم وړې ده چې دوى به يې ټېسټ او پايلې به يې له خلکو سره شريکې کړي او تر هغې يې ويلي دي چې دا درمل بايد چاته ور نه کړل شي. دوى همدا راز دا هم ويلي دي چې حکيم الکوزى د يوناني طب کوم علمي سند يا جواز نه لري.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستانی کرکټر حسن علي وايي، مېرمن يې حامله ده او ژر به ۳ شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی حسن علي وايي چې مېرمن يې حامله …