کورپاڼه / خپلواک / کورونا؛ سريلانکايي کرکټ لوبغاړي سبا تمرينات پيلوي
سريلانکايي لوبغاړي

کورونا؛ سريلانکايي کرکټ لوبغاړي سبا تمرينات پيلوي

د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي به سبا يو ځل بيا د پوره احتياطي تدابيرو سره تمرينات پيل کړي. د کورونا ويروس له امله شاوخوا دوه نيمې مياشتې وروسته سريلانکايي لوبغاړي تمرينات پيلوي.

سريلانکا ته هغه مهال د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې تللې وه، کله چې کورونا ويروس نړيواله وبا نه وه اعلان شوې، سريلانکا او انګلستان دوه ټېسټ سيالۍ ترسره کولې، خو تر هغې مخکې د دواړو لوبډلو ترمنځ ٤ ورځنۍ تمريناتي لوبه روانه وه، چې د مارچ په ١٣مه نېټه د تمريناتي لوبې په دويمه ورځ دغه سيالۍ لغوه شوې او انګلستان لوبډله خپل هېواد ته ستنه شوه.

د سريلانکا کرکټ بورډ مسوولين وايي، چې سبا د دوشنبې په ورځ به د ملي لوبډلې ١٣ لوبغاړي ١٢ ورځنى تمريناتي کمپ پيل کړي. دا تمريناتي کمپ د کولمبو په يوه هوټل کې ترسره کېږي چې فيټنس اړوند به وي.

همدا راز دوى زياتوي، چې په لوبغالي کې به تمرينات بيا د سه شنبې په ورځ پيل شي. لوبغاړو سره به په دې تمريناتي کمپ کې څلور روزونکي او د هغوى مرستيالان ګډون وکړي.

د سريلانکا کرکټ بورډ مسوولين وايي، کوم لوبغاړي چې په دې تمريناتي کمپ کې ګډون کوي، هغوى به اجازه ونه لري چې د خپل کوم شخصي کار لپاره له هوټل څخه بهر لاړ شي.

دوى وايي، ټول لوبغاړي له بېلا بېلو بڼو څخه راغونډ شوي دي او دوى دې ته ډېره اړتيا لري چې د لوبو څخه مخکې په بشپړ ډول ځان اماده کړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

محمد نبي

محمد نبي: د اصغر په لوبډلمشرۍ اسيا جام ګټلى شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو الراونډر محمد نبي وايي، چې د اصغر افغان په …