کورپاڼه / خبرونه / د هند نامتو کرکټر هارديک پانډيا پرته له واده پلار جوړېدونکى دى
هارديک پانډيا

د هند نامتو کرکټر هارديک پانډيا پرته له واده پلار جوړېدونکى دى

د هند کرکټ ملي لوبډلې نامتو الراونډر لوبغاړى هارديک پانډيا پلار جوړېدونکى دى، خو د يادولو وړ دا ده چې هغه تر دې مهاله پورې واده نه دى کړى.

هارديک پانډيا چې د هند کرکټ ملي لوبډلو يو له نامتو لوبغاړى څخه دى، هغه په ښي لاس چټکه توپوهنه او په ښي لاس ميډيم توپ اچونه کوي.

نوموړي که څه هم تراوسه پورې واده نه دى کړى، خو هغه د ٢٠٢٠ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه اعلان کړى و، چې د نتاسا سټانکويچ سره يې کوژده کړې ده او دواړه له ډېر وخت راهيسې په اړيکه کې ول.

 

View this post on Instagram

 

🤍🥰 @hardikpandya93

A post shared by Nataša Stanković✨ (@natasastankovic__) on


د هارديک پانډيا کوژدې نتاسا نن په انسټاګرام د هارديک پانډيا او خپل ګډ عکس خپور کړى دى او ويلي يې دي چې هغه اميدواره ده.


نتاسا په خپل پوسټ کې ليکلي دي، چې هغه له هارديک سره په ګډه يو نوى ژوند پېلوي او د دواړو ترمنځ يو دريم تن هم ژر راروان دى.

نتاسا په اصل کې د سربيا کې زېږېدلې ده، خو اوس نوموړې په يو شمېر هندي فلمونو، سندرو او ټلويزيوني خپرونو کې هم کار کړى دى. نوموړې په ٢٠١٤ کال کې د بيګ باس په ٨م پړاو او په ٢٠١٩ کې د ناچ بليى په ٩م پړاو کې هم ګډون کړى و.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د افغانستان ایمرجېنګ لوبډله جوړیږي

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیه کې ویلی دي د دوی د تازه پرېکړې …