کورپاڼه / خبرونه / افغان لوبغاړى حميد حسن ٣٣ کلن شو
حميد حسن

افغان لوبغاړى حميد حسن ٣٣ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى تکړه او مخکښ توپ اچونکى حميد حسن ٣٣ کلن شو، هغه د جون په لومړۍ نېټه په ننګرهار کې زېږېدلى و.

حميد حسن يو له هغه افغان لوبغاړو څخه دى، چې د ملي لوبډلې د ملا تير بلل کېده، هغه يو نه هېرېدونکى توپ اچونکى و چې ښايي کلونه کلونه افغانستان دغسې بل توپ اچونکى پېدا نه کړي.

نوموړي په خپل وخت کې افغانستان ته ډېرې برياوې په برخه کړې دي، خو د بې وخته ټپونو له امله هغه تر ډېره ځان سم ونه ساتلى شو او افغانستان په ډېرو لوبو کې هغه ونه لوبېده.

حميد حسن چې د ٢٠١٩ کال نړيوال جام کې يې د پاکستان پر وړاندې خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه، له لوبې وروسته يې له نړيوالو يو ورځنيو لوبو څخه استعفا اعلان کړه، خو يې وويل چې نړيوالو شل اوريزو لوبو ته به دوام ورکړي.

حميد حسن د افغانستان لپاره په ٣٨ نړيوالو يو ورځنيو او ٢٢ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى.

نوموړي په يو ورځنيو لوبو کې د ٢٢.٥٤ په اوسط ٥٩ لوبغاړي سوځولي دي، چې په يوه لوبه کې يې ښه توپ اچونه د ٤٥ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي سوځول دي. همدا راز په شل اوريزو لوبو کې بيا نوموړي ٣٢ لوبغاړي سوځولي دي، چې په يوه لوبه کې يې د ٢٢ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي سوځولي دي.

حميد حسن که څه هم په ټېسټ لوبو کې ګډون نه دى کړى، خو وروستۍ نړيواله شل اوريزه لوبه يې هم په ٢٠١٦ کال کې د ايرلېنډ پر وړاندې ترسره کړې وه، چې له هغه وروسته يې په کومه نړيواله شل اوريزه لوبه کې ګډون نه دى کړى.

هغه د افغانستان يو نه هېرېدونکى ستورى دى، چې افغانستان ته يې ډېر وياړونه راوړي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان: په خوب کې مې هم کله فکر نه و کړى چې د لسيزې غوره لوبغاړى به ټاکل کېږم

د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان وايي، چې کله يې په …