کورپاڼه / خپلواک / پېرس هلټن: واده نه کوم، خو ماشوم غواړم
پېرس هلټن ١

پېرس هلټن: واده نه کوم، خو ماشوم غواړم

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ سپتمبر ٢٠١٩): په ټوله نړۍ کې د ارام ده او ګرانبيه هوټلونو (هلټن هوټلز) مالک کونرډ هلټن لمسۍ او نامتو فلمي اداکاره پېرس هلټن پرته له واده کولو د ماشوم ارمان کړى دى.

٣٨ کلنې اداکارې د ماشوم ارمان د خپلې کوژدې له ماتېدو يو کال وروسته کړى دى، چې خپل مينه وال يې حېران کړي دي.

مخکې پېرس هلټن څو څو ځلې دا خبره کړې وه، چې له هغې سره د مينې او رشتې جوړولو او پاللو لپاره وخت نشته دى، ځکه هغه يو تړلى ژوند نه شي تېرولى. هغې په خپلو خبرو کې ويلي و، چې د کال ٣٦٥ ورځو کې هغه ٢٥٠ ورځې له کور نه بهر تېروي او د خپل کار لپاره يو له ځاى څخه بل ځاى ته سفر کوي، نو ځکه هغې سره دومره وخت نشته چې مينه وکړي يا هم رشتې جوړې کړي.

خو د ٢٠١٨ کال په پيل کې پېرس هلټن له نامتو امريکايي اداکار کرس زيلکا سره کوژه وکړه، چې يوازې ١٠ مياشتې دوام يې وکړ او دواړو بېرته خپله کوژده ختمه کړه.پېرس هلټن ٢

د دغه اړيکې تر ختمېدو وروسته پېرس هلټن وويل، چې د کرس زيلکا سره اړيکې جوړولو او کوژدې کولو کې يې ډېره تادي وکړه، خو اوس فکر کوي چې له هغې سره د مينې او واده لپاره هېڅ وخت نشته.

خو تازه پېرس هلټن په خپلو څرګندونو کې ويلي دي، چې هغه له واده پرته ماشوم غواړي او يو ځل بيا يې خپل مينه وال حېران کړي دي. دا خبرې نوموړې د مشهورې مجلې (پيپلز) سره په يوه مرکه کې کړې دي. هغې همدا راز دا هم ويلي دي، چې دوه وريرونه يې دي او دواړو لپاره هر وخت ډالۍ اخلي.

هغې په خپلو خبرو کې وويل، چې له خپلو وريرونو سره ډېره زياته مينه کوي، خو د وخت په تېرېدو ورته اوس محسوسه شوه چې بايد خپل يو ماشوم هم ولري. که څه هم هغې د ماشوم ارمان وکړ، خو د واده په تړاو يې هېڅ خبرې ونه کړې او نه يې هم دا وويل، چې خپل ماشوم زېږوي او که نه کوم بل ماشوم له يتيمخانې ترلاسه کوي.

د يادولو ده چې پېرس هلټن د يوې کاروباري کورنۍ ده، نو له همدې امله په ډېر لږ عمر کې په فلمي نړۍ کې يې نوم پېدا کړ، هغې د ١٩ کالو په عمر کې د ډونالډ ټرمپ د ماډلنګ شرکت سره تړون لاسليک کړ.پېرس هلټن ٣

خو په ٢٠٠٣ کال کې هغه وخت ډېره مشهوره شوه، کله چې يې د خپل انډيوال سره غېر اخلاقي ويډيوګانې خپرې شوې. د پېرس هلټن شمېر په هغه ممثلينو کې کېږي، چې له فلمونو څخه هر کال يو کروړ ډالر ترلاسه کوي، همدا راز په بېلا بېلو پروګرامونو کې هم ګډون کوي او له هغه لارې هم پېسې ترلاسه کوي.

همدا راز نوموړې ته د خپل نيکه د هوټلونو (هلټن هوټلز) نه هم برخه رسېږي. نوموړې تراوسه پورې په شاوخوا ٣٠ فلمونو کې کار کړى دى او يو شمېر جايزې يې هم ترلاسه کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …