کورپاڼه / ريکارډونه / اى سي سي: د نړيوالو شل اوريزو لوبو غوره بالر او غوره الراونډر
محمد نبي او راشد خان

اى سي سي: د نړيوالو شل اوريزو لوبو غوره بالر او غوره الراونډر

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي نن د افغان مخکښو لوبغاړو محمد نبي او راشد خان يو ګډ عکس خپور کړى دى او ورته يې ليکلي دي چې د نړيوالو شل اوريزو لوبو غوره بالر او غوره الراونډر.

اى سي سي ليکي، د نړيوالو شل اوريزو لوبو غوره بالر راشد خان او د نړيوالو شل اوريزو لوبو غوره الراونډر محمد نبي، چې دوى په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١٥١٠ منډې کړي او ١٥٨ ويکټې يې ترلاسه کړې دي.

محمد نبي او راشد خان

د يادولو ده چې راشد خان د نړيوالو شل اوريزو درجه بندۍ کې د توپ اچونکي په حېث لومړى مقام لري او محمد نبي بيا په درجه بندۍ کې د الراونډر په حېث لومړى مقام لري.

راشد خان تر دې مهاله پورې ٤٨ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى، چې ٨٩ لوبغاړي يې سوځولي دي او ١٦٣ منډې يې کړې دي، همدا راز محمد نبي بيا په ٧٨ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى، چې ٦٩ لوبغاړي يې سوځولي دي او همدا راز ١٣٤٧ منډې يې ترلاسه کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

عمر اکمل او شاهد اپريدي

پاکستاني عمر اکمل د شاهد اپريدي له شرمه ډک ريکارډ مات کړ

خپلواک وېبپاڼه (۶ اکتوبر ۲۰۱۹): د پاکستان ملي کرکټ لوبډلې توپوهونکي عمر اکمل يو نوی …