کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ګلبدين نايب په شل اوريزه لوبه کې راشد خان ته ماته ورکړه
راشد خان او ګلبدين نايب

ګلبدين نايب په شل اوريزه لوبه کې راشد خان ته ماته ورکړه

خپلواک وېبپاڼه – کابل: د ګلبدين نايب په مشرۍ افغان ځوانانو لوبډلې د ښې توپوهنې او ښې توپ اچونې پر مټ د راشد خان افغان اتلانو لوبډلې ته په يوه شل اوريزه لوبه کې په ٤٠ منډو ماته ورکړه او د خپلواکۍ جام لوبه يې په خپل نوم کړه.

د افغانستان د خپلواکۍ بيرته اخيستو سلمې کليزې په وياړ کابل لوبغالي کې د افغان ځوانانو او افغان اتلانو لوبډلو ترمنځ د خپلواکۍ جام شل اوريزه لوبه ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې پچه د افغان ځوانانو لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

که څه هم د لومړي اور په لومړي توپ د افغان ځوانانو د پيل توپوهونکي نجيب تره کي خپله ويکټه له لاسه ورکړه، خو تر هغه وروسته افغان ځوانانو ښه لوبه پيل کړه، چې ګلبدين نايب پکې پنځوسيزه ووهله، احسان الله جنت او حشمت الله شهيدي هم ښه توپوهنه وکړه او د ٦ لوبغاړو په سوځېدو يې ١٧٩ منډې وکړې.

د افغان ځوانانو له خوا ګلبدين نايب ٦٤، احسان الله جنت ٤٥، حشمت الله شهيدي ٤٥ او نجيب الله ځدراڼ بيا ١٣ منډې وکړې.

د افغان اتلانو له لوري دولت ځدراڼ او فريد احمد ۲-۲، شاپور ځدراڼ او ضيا شريفي ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ١٨٠ منډو هدف د راشد خان اتلانو ته لوى غر ښکاره شو او هر يو چې راتللو نو خپله ويکټه به يې له لاسه ورکوله. افغان اتلانو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٣٩ منډې وکړې او په ٤٠ منډو يې له افغان ځوانانو څخه ماته وخوړه.

د افغان اتلانو له جاويد احمدي ٢٨، درويش رسولي ٢٨، فريد احمد ٢٢ او شرف الدين اشرف ٢١ منډې وکړې، همدا راز راشد خان په توپوهنه کې کوم کمال ښکاره نه کړ.

د افغان ځوانانو له لوري يمين احمدزي ۳، سيد احمد شېرزاد او ظهير خان ۲-۲، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدراڼ او حميد حسن ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ګلبدین نایب ته ورکړل شوه، همدا راز د سټايلش لوبغاړي جايزه بيا حميد حسن ترلاسه کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

سریلانکا له پاکستانۍ لوبډلې دوړې وویستې

خپلواک وېبپاڼه (۵ اکتوبر ۲۰۱۹): د سریلانکا لوبډلې د درې شل اوریزو لوبو په لومړۍ …