کورپاڼه / خبرونه / ويسټ انډيز له انګلستان سره سياليو لپاره لوبډله اعلان کړه
ويسټ انډيز او انګلستان

ويسټ انډيز له انګلستان سره سياليو لپاره لوبډله اعلان کړه

ويسټ انډيز د انګلستان سره د درې ټېسټ لوبو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه. دغه سيالۍ چې په انګلستان کې ترسره کېږي، تماشچيان به ورته نه پرېښودل کېږي.

د ويسټ انډيز له انګلستان سره د لوبو لړۍ او انګلستان ته سفر ټاکل شوى دى، چې د جون په ٩مه نېټه به انګلستان ته لاړه شي.

ويسټ انډيز له انګلستان سره د لوبو لپاره په نوملړ کې جېسن هولډر (لوبډلمشر)، جان کېمپبيل، شاى هوپ، جرمين بلېکووډ، روسټون چېس، الزاري جوسيپ، کروما بونير، راهکيم کورنوال، رېمون ريفر، کرېګ برېتوېټ، شان ډاوريچ (ويکټ ساتونکى)، کيمار روچ، شماره بروکس او چيمار هولډر شامل کړي دي.

د ويسټ انډيز او انګلستان ترمنځ به لومړۍ لوبه د جولاى په اتمه په ساوتمپټن کې پيل شي او د جولاى تر ١٢مې پورې به دوام وکړي، دويمه لوبه به د جولاى په ٢٠مه په او دريمه د جولاى په ٢٨مه په مانچسټر کې پيل شي. همدا راز تمرينات به په برمنګم کې ترسره کړي.

د ويسټ انډيز لوبډله به د جون په ٩مه نېټه انګلستان ته لاړه شي، هلته به بيا په اولډ ټريفورډ کې کرنټين شي او درې اونۍ به په همدغه ځاى کې تېرې کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد شهزاد ابوظهبي ته لاړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی محمد شهزاد په ابوظهبي ټي …