کورپاڼه / خبرونه / د ويسټ انډيز ٣ لوبغاړو انګلستان ته له تګ انکار کړى
ويسټ انډيز لوبډله

د ويسټ انډيز ٣ لوبغاړو انګلستان ته له تګ انکار کړى

د ويسټ انډيز کرکټ بورډ د انګلستان سره د درې ټېسټ لوبو لپاره تېره ورځ ١٤ کسيزه لوبډله اعلان کړه، خو په دغه لوبغاړو کې درې مهمو لوبغاړو د کورونا ويروس له امله انګلستان ته له تګ څخه انکار کړى دى.

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله په راروانه اونۍ کې انګلستان ته روانېږي، چې په انګلستان کې به له درې اونيز کرنټين وروسته له انګلستان سره د درې ټېسټ سياليو لوبلړۍ ترسره کوي.

د دې سفر لپاره ويسټ انډيز کرکټ بورډ تېره ورځ ١٤ کسيزه لوبډله اعلان کړې وه.

د ويسټ انډيز کرکټ بورډ مسوولين وايي، چې ډېرن براوو، شيمرون هيټماير او کيمول پال انګلستان ته له تګ څخه انکار کړى و، نو دوى د يادو لوبغاړو پرې ځاى د ١١ احتياطي لوبغاړو څخه درې نور لوبډلې ته انتخاب کړل.

د ويسټ انډيز کرکټ بورډ مسوولين وايي، چې هغه درې لوبغاړي چې انګلستان ته تګ نه غواړي، دوى د هغې پرېکړې ته احترام لري او پر وړاندې به يې هېڅ ډول قانوني چلند ونه شي.

د يادولو ده چې د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله به د جون په ٨مه نېټه انګلستان ته لاړه شي، هلته به درې ټېسټ لوبې پرته له تماشچيانو ترسره کېږي.

د ويسټ انډيز کرکټ بورډ وايي، هغه لوبغاړي چې انګلستان ته ځي، په روانه اونۍ کې به يې د کورونا ويروس ټېسټونه وشي او له هغه وروسته به په يوې ځانګړې الوتکه کې انګلستان ته لاړ شي.

د ويسټ انډيز په ١٤ کسيزه لوبډله کې لوبډلمشر جېسن هولډر، جرمين بلېکووډ، نکرومه بونر، کرېګ برېتوېټ، شمار بروکس، جان کېمبل، روسټون چيس، راهکيم کورنوال، شين ډاوريچ (ويکټ ساتونکى)، چيمار هولډر، شاى هوپ، الزاري جوسيپ، ريمن رايفر او کيمار روچ شامل دي.

د دې سفر پر مهال به د ويسټ انډيز لوبډله په يوه خوندي ځاى کې ساتل کېږي. ټول لوبغاړي به لومړى مانچسټر ته ځي او هلته به کرنټين وي، همدا راز تمرينات به هم ترسره کړي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به د لوبلړۍ لومړۍ لوبه شاوخوا يوه مياشت وروسته د جولاى په اتمه نېټه پيل شي، دويمه ټېسټ لوبه به په ١٦مه او درېمه ټېسټ لوبه به په ٢٤مه نېټه پيل کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد شهزاد ابوظهبي ته لاړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی محمد شهزاد په ابوظهبي ټي …