کورپاڼه / خبرونه / بومرا: ملينګا د نړۍ تر ټولو غوره يارکر توپ اچونکى دى
جسپريت بومرا او لاسيت ملينګا

بومرا: ملينګا د نړۍ تر ټولو غوره يارکر توپ اچونکى دى

د هند کرکټ ملي لوبډلې نامتو توپ اچونکى جسپريت بومرا وايي، چې لاسيت ملينګا د نړۍ تر ټولو غوره يارکر توپ اچونکى دى.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، جسپريت بومرا او لاسيت ملينګا دواړه په اى پي ايل کې د ممبۍ انډينز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې نوموړي په خپلو خبرو کې لاسيت ملينګا د نړۍ غوره يارکر توپ اچونکى بللى دى.

جسپريت بومرا په اوسني وخت کې په خپله هم يو له غوره توپ اچوونکو څخه دى چې په ښه توګه يارکر توپ اچونه ترسره کوي، خو هغه وايي چې د نړۍ غوره يارکر توپ اچونکى لاسيت ملينګا دى، نوموړى وايي د دې هنر په زده کولو کې ورسره لاسيت ملينګا ډېره مرسته کړې ده.

لاسيت ملينګا د سريلانکا يو له نامتو توپ اچوونکو څخه دى، چې نوموړي خپلې لوبډلې ته ډېرې برياوې ور په برخه کړي دي. هغه همدا راز دا ريکارډ هم له ځان سره لري چې په نړيوال جامونو کې يې ډېر ځلې هېټريکې ترسره کړي دي.

لاسيت ملينګا که څه هم ويل کېدل چې نور بايد له کرکټ څخه استعفا ورکړي، ځکه عمر يې ډېر شوى دى، خو په وروستي نړيوال جام کې نوموړي يو ځل بيا ثابته کړه، چې هغه کولاى شي د نورو څو کلونو لپاره هم کرکټ وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

افغان لوبډله

د افغانستان او ايرلېنډ لومړۍ لوبې Highlights ويډيويي لنډيز

افغانستان په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د ايرلېنډ لوبډلې د ١٦ منډو په …