خپلواک وېبپاڼه (٢٦ سپتمبر ٢٠١٩): د افغانستان کرکټ بورډ تازه د شپږيزې نوى تاريخ اعلان کړى دى، چې د هغې تر مخه د شپږيزې کرکټ ليګ به د اکتوبر په ٧مه نېټه په کابل لوبغالي کې پيل شي.
د شپږيزې کرکټ ليګ چې لومړى يې ٢٦ سپتمبر د پيل نېټه اعلان شوې وه، د ولسمشريزو ټاکنو له امله اکتوبر مياشت ته واړول شو، چې اوس به د ولسمشريزو ټاکنو څخه وروسته، يعنې د اکتوبر په ٧مه نېټه په کابل کې پيل شي او د اکتوبر تر ١٨مې نېټې پورې به دوام وکړي.
په دې لړ کې د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فېسبوکپاڼه باندې د شپږيزې کرکټ ليګ د لوبو مهالوېش خپور کړى دى، چې د هغې له مخې د اکتوبر په ٧مه نېټه به د شپږيزې کرکټ ليګ لومړۍ لوبه د بند امير ښامارانو او کابل بازانو ترمنځ د ماسپښين په يوه نيمه بجه ترسره شي.
په دغه ليګ کې چې د بند امير ښاماران، د کابل بازان، د مس عينک اتلان، د بوست ساتونکي، د امو نهنګان او د سپين غر زمريان لوبډلې پکې ګډون لري، پايلوبه يې د اکتوبر په ١٨مه نېټه په کابل کې په يوه بجه ترسره کېږي.
د يادولو ده چې سږ کال به د شپږيزې کرکټ ليګ شپږم پړاو ترسره کېږي، خو تېر ٢٠١٨ کال کې د شپږيزې کرکټ ليګ نه و ترسره شو، چې تېر کال په شارجه کې د افغانستان غوره ليګ ترسره شو.
د ياد ليګ د پيل په ورځ به يوه لوبه ترسره کېږي، همدا راز په وروستۍ ورځ به هم يوازې يوه لوبه يعنې پايلوبه وي، له هغه پرته به هره ورځ دوه لوبې ترسره کېږي، چې يوه لوبه به سهار نهه نيمې بجې او دويمه لوبه به ماسپښين دوه بجې د کابل په لوبغالي کې پيلېږي.
ياد ليګ چې په تېرو کلونو کې يې ډېر زيات مينه وال درلودل، دا ځل هم هيله کېږي چې په پراخه کچه به افغانان د کابل لوبغالي مخه کړي او هلته به خپل ملي اتلان له نږدې څخه وګوري.