کورپاڼه / خبرونه / ډين جونز: نړيوال شل اوريز جام دې په نيوزيلېنډ کې ترسره شي
ډين جونز

ډين جونز: نړيوال شل اوريز جام دې په نيوزيلېنډ کې ترسره شي

د اسټراليا ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى ډين جونز وايي، چې نړيوال شل اوريز جام دې د اسټراليا پر ځاى په نيوزيلېنډ کې ترسره شي، ځکه هلته حکومت د کورونا ويروس تر ډېره پورې کنټرول کړى دى.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، ډين جونز له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي چې د نيوزيلېنډ حکومت تر ډېره پورې د کورونا ويروس کنټرول کړى دى او په تېرو ١٢ ورځو کې هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

هغه وايي، چې د اسټراليا پر ځاى په نيوزيلېنډ کې د نړيوال شل اوريز جام ترسره کول غوره پرېکړه ده. هغه وايي چې په اسټراليا کې په ټاکلي وخت د نړيوال شل اوريز جام ترسره کېدل ممکن نه دي.

د يادولو وړ ده چې د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل سږکال د کورونا ويروس له امله تراوسه پورې نه دى ترسره شوى او لا هم پوره معلومات نشته، چې دا سيالۍ به سږکال ترسره شي او که نه.

په داسې وخت کې بيا د نړيوال شل اوريز جام په اړه هم خبرې روانې دي، چې ايا ترسره کېدل به يې ممکن شي او که نه، نړيوال شل اوريز جام چې سږکال په اسټراليا کې کېدونکى دى، تراوسه پورې يې د کېدو يا نه کېدو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او ښايي د اى سي سي په وروستۍ ناسته کې دا پرېکړه وشي.

خو د دې تر څنګ چې نړيوال شل اوريز جام به په اسټراليا کې وشي او که ونه شي، دا فکر هم تر غور لاندې دى، چې نړيوال شل اوريز جام دې د اسټراليا پر ځاى په بل کوم هېواد کې وشي او ټولې لوبې دې د بندو دروازو تر شا په لوبغالو کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان: په خوب کې مې هم کله فکر نه و کړى چې د لسيزې غوره لوبغاړى به ټاکل کېږم

د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان وايي، چې کله يې په …