کورپاڼه / خبرونه / نن د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر ګلبدين نايب کليزه ده
ګلبدين نايب

نن د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر ګلبدين نايب کليزه ده

نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او لوبغاړي ګلبدين نايب کليزه ده، خو لا دقيق نه ده معلومه چې نن نوموړى د ٢٩ کالو شو او که د ٣٠ کلونو.

ګلبدين نايب ته نن په ټولنيزو رسنيو نه يوازې دا چې د کرکټ مينه والو مبارکۍ ويلي دي، بلکې ملي لوبغاړو هم او د کرکټ سره تړلو نورو کسانو هم هغه ته مبارکي ورکړې ده.

ګلبدين نايب ډېر هغه پوسټونه په ټويټر او فېسبوک کې هم شئير کړي دي، چې هغه ته پکې خلکو د کليزې مبارکي ويلې ده، خو اصل خبره دا ده چې د ګلبدين نايب د کليزې سمه او دقيقه ورځ کومه ده؟ ځکه بېلا بېلو ځايونو کې د هغه د کليزې په تړاو درې نېټې ليکل شوي دي.

که نن د ګلبدين نايب کليزه وګڼو، نو نن د جون ٥مه نېټه ده، خو که د ګلبدين نايب رسمي ټويټر وګورو، نو هلته بيا د نوموړي د زېږېدو ورځ د جون ٤مه ليکل شوې ده.

همدا راز د کرکټ تر ټولو سترې وېبپاڼې کريک انفو کې بيا د ګلبدين نايب کليزه د مارچ مياشتې ١٦مه نېټه ليکل شوې ده، چې د هغې په حساب ګلبدين نايب نن د ٢٩ کلونو او ٨١ ورځو دى.

په هر حال، دا هم د افغانستان کرکټ بورډ د مسوولينو نا اهلي ښکاره کوي، چې دوى کريک انفو ته د يوه لوبغاړي د زېږېدو يوه نېټه ورکړې ده، لوبغاړي په خپل اکاونټ کې بله ليکلې ده او د هغه کليزه په بله نېټه لمانځل کېږي.

ګلبدين نايب چې د ٢٠١٩ نړيوال جام څخه مخکې د ملي لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوى و، له نړيوال جام مخکې يې پاکستان ته په تمريناتي لوبه کې ماتې ورکړه، خو په نړيوال جام کې ټولې ٩ واړه لوبې د هغه په لوبډلمشرۍ کې وبايلل شوې او له نړيوال جام وروسته نوموړى بېرته له لوبډلمشرۍ ليرې او پر ځاى يې راشد خان لوبډلمشر وټاکل شو.

د ٢٠١٩ نړيوال جام پر مهال د افغان ملي لوبډلې او لوبغاړو ترمنځ څه کيسې وشوې، له هغې څخه ټول ملت خبر دى او دلته يې بيا يادول نه غواړو.

ګلبدين نايب تر دې مهاله پورې د افغانستان لپاره ٦٥ نړيوالې يو ورځنۍ او ٤٨ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. نوموړي په يو ورځنيو لوبو کې ١٠٤١ او په شل اوريزو لوبو کې ٤٩٥ منډې کړي، همدا راز په يو ورځنيو لوبو کې يې ٥٩ او په شل اوريزو لوبو کې ١٧ لوبغاړي سوځولي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …