کورپاڼه / خپلواک / محمد يوسف: مصباح کې د مشر روزونکي او چيف سيليکټر هېڅ وړتيا نشته
محمد يوسف او مصباح الحق

محمد يوسف: مصباح کې د مشر روزونکي او چيف سيليکټر هېڅ وړتيا نشته

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ سپتمبر ٢٠١٩): د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر او توپوهونکي محمد يوسف د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په نوي مشر روزونکي او د غوراوي کمېټې مشر مصباح الحق باندې سختې نيوکې کړې دي.

د پاکستان رسنيو د راپورونو په وينا، محمد يوسف وايي، که چېرته د مصباح الحق په ځاى وقار يونس ته د مشر روزونکي او د غوراوي کمېټې د مشر دنده سپارل شوې وه، نو بيا به دا پرېکړه شفافه او د منلو وړ وه.

محمد يوسف د پاکستان په لاهور ښار کې له رسنيو سره خبرې کولې، نوموړي د مشر روزونکي او غوراوي کمېټې مشر په حېث د مصباح الحق په ټاکنه سختې نيوکې وکړې او وې ويل چې په مصباح الحق کې داسې هېڅ وړتيا نشته چې هغه دې د پاکستان کرکټ لوبډلې مشر روزونکى او يا هم د غوراوي کمېټې مشر وټاکل شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه، که د مصباح الحق په ځاى وقار يونس ټاکل شوى واى، نو بيا مو دا پرېکړه شفافه منلې وه، ځکه وقار يونس د مشر روزونکي او د غوراوي کمېټې د مشر په توګه د کار وړتيا لري.

هغه همدا راز وويل، چې مشر روزونکي سره به دومره وخت هېڅ کله هم پېدا نه شي چې هغه دې لاړ شي او ډومېسټک لوبې دې وګوري، پکار دا وه چې مشر روزونکى يو کس او د غوراوي کمېټې مشر بل کس ټاکل شوى واى. هغه وويل، که چېرته هره پرېکړه د مشر روزونکي په لاس کې ده، نو بيا د غوراوي کمېټې يا د غوراوي مشر ته هېڅ اړتيا نشته، دا بست دې له منځه يوړل شي.

نوموړي همدا راز د پاکستان کرکټ بورډ په ډومېسټک پالېسۍ هم نيوکې وکړې او وې ويل چې مخکې به په ډومېسټک لوبو کې لږ و ډېر بدلون راتللو، خو اوس يې بېخي ډېر بدلون پکې راوستى دى. هغه وويل چې په ډومېسټک کې بايد لوبډلې زياتې شي، چې ځوانانو ته د کرکټ کولو چانس پېدا او استعدادونه راپېدا شي.

محمد يوسف همدا راز د  سريلانکا کرکټ بورډ او د سريلانکا ملي لوبډلې څخه مننه وکړه، چې په داسې سخت وخت کې يې پاکستان ته د ورتګ لپاره زړه ښه کړ. هغه همدا راز وويل، چې په دې لوبلړۍ کې به پاکستان په اسانۍ بريا ترلاسه کړي.

نوموړي همدا راز زياته کړه، که چېرته د سريلانکا ټول تجربه لرونکي لوبغاړي هم پاکستان ته راغلي واى، نو پاکستان ترې لوبلړۍ ګټلې شوه.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …