کورپاڼه / خپلواک / وديا بالن: د خور لپاره له خپلې مينې تېره شوم
وديا بالن

وديا بالن: د خور لپاره له خپلې مينې تېره شوم

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ سپتمبر ٢٠١٩): د هندي فلمونو نامتو ممثله وديا بالن رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د خپلې خور لپاره يې خپله مينه ووژله.

له هندي رسنيو سره په خپله مرکه کې وديا بالن د خپل راروان فلم (تمهاري سولو) په تړاو خبرې کولې، چې يوه بله فلمي ستورې نيها دوپيا هم ورسره وه. هغې وويل چې د خپل فلم نندارې ته وړاندې کېدو ته سخته په تمه ده.

د همدغه مرکې پر مهال نوموړې له هندي رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د خپلې خور لپاره يې خپله مينه ووژله او خپله خوشحالي يې په خپل زړه کې پټه وساتله. د مرکې پر مهال نوموړې نيها دوپيا ته مخ واړاوه او ورته يې وويل، چې تاته پته ده، زه ځان د يوې شهيدې په څېر محسوسوم.

نوموړې د دغه مرکې پر مهال وويل، چې کله ماته دا معلومه شوه، چې هغه څوک چې زه ورسره مينه لرم، هغه زما له خور سره مينه لري او دواړه وخت نا وخت يو بل سره ويني هم، نو له هغه وروسته مې فکر وکړ، چې دا به زما خاوند نه، بلکې زما اوښى جوړېږي او د خپلې خور لپاره مې خپله مينه ووژله.وديا بالن ١

د يادولو ده که څه هم د وديا بالن دغه مينه نيمګړې پاتې شوه، خو وروسته هغې له سدهارت راى کپور سره واده وکړ، چې دواړه اوس ډېر په خوشحالۍ ژوند تېروي.

همدا راز د وديا بالن نوى فلم (تمهاري سولو) به د نومبر په ١٧مه نېټه په سينماګانو باندې نندارې ته وړاندې کېږي، چې وديا بالن د دغه فلم نندارې ته وړاندې کېدو ته سخته په تمه ده او هغه وايي، چې دا فلم به يې يو ځل بيا په سينما کې نوم نور هم اوچت کړي.

دغه فلم چې جوړونکى يا ډايريکټر يې سرويش ترويني دى، وديا بالن پکې په يوه راډيو کې د شپې ناوخته خپرونې کوربنه ده او د راډيو مشره بيا نيها دوپيا ده.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …