کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر څخه پښه غوڅه شوې
انډي مولز

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر څخه پښه غوڅه شوې

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز څخه پښه غوڅه شوې ده، چې له دې وروسته نوموړى ګوډ شو.

د معلوماتو تر مخه، د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز د شکر ناروغي درلوده، چې په دې لړ کې يې د پښې عمليات شوي دي او يوه پښه ترې ډاکټرانو د عملياتو پر مهال غوڅه کړې ده.

موږ هڅه وکړه چې په دې تړاو د کرکټ بورډ څخه معلومات ترلاسه کړو، خو ونه توانېدو او نه هم په رسمي ډول کرکټ بورډ د انډي مولز په تړاو څه ويلي دي.

انډي مولز ١

خو د انډي مولز هغه تازه عکس چې موږ ترلاسه کړى دى، په هغې کې ښکاره چې نوموړى يوه پښه نه لري او د هغه پر ځاى ورته مصنوعي پښه لګول شوې ده. دا هم تراوسه نه ده معلومه چې انډي مولز چېرته عمليات کړي دي او د کرنټين په دې موده کې هغه اوس چېرته ژوند کوي.

انډي مولز چې د افغانستان کرکټ سره له ډېرو کلونو راهيسې پاتې شوى دى، هغه د نولس کلنو لوبډلې روزونکى هم پاتې شوى دى، همدا راز د څه وخت لپاره د ملي لوبډلې سره هم په څو سفرونو کې د روزونکي په توګه تلى دى، چې اوس نوموړى د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د مشر په توګه خپله دنده ترسره کوي.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …