د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې نامتو توپوهونکي ډيويډ وارنر د کورونا او کرنټين په دې وخت کې ټيک ټاک ويډيوګانو ته ډېر کش ورکړى دى.
TikTok baby woohoo #bhangra #family @CandyFalzon pic.twitter.com/t165HDg0hH
— David Warner (@davidwarner31) June 6, 2020
ډيويډ وارنر چې د اسټراليا پيليز توپوهونکى دى، د هغې تر څنګ په هند تجارتي ليګ کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لوبډلمشر او پيليز توپوهونکى هم دى.
Annoying the crap out of me 😡😡 #magic Candice where are you! @CandyFalzon pic.twitter.com/rDWEOmDd8L
— David Warner (@davidwarner31) June 5, 2020
نوموړى له هغه وروسته چې کورونا ويروس نړيواله وبا اعلان شوه او په اسټراليا کې هم ګرځبندېز اعلان شو، د ټيک ټاک ويډيوګانو په جوړولو پيل کړى دى.
Being a goose with the big kid 😂😂 #silly #smirk #fun pic.twitter.com/hlGp6Fz6J3
— David Warner (@davidwarner31) June 5, 2020
د کورونا ويروس د نړيوالې وبا اعلان سره سم د کرکټ هر ډول سيالۍ هم وځنډېدلې، چې د کرکټ ټول لوبغاړي هم په کورونو کې کېناستل.
@CandyFalzon too good again 😓 #danceoff pic.twitter.com/p2O1f7cwSc
— David Warner (@davidwarner31) June 3, 2020
ډيويډ وارنر نه يوازې دا چې له خپلې مېرمنې سره، بلکې له بچو سره هم بې شمېره ويډيوګانې جوړې کړې دي او په ټيک ټاک يې خپرې کړې دي، چې خلکو ډېرې خوښې کړې دي.
This is how I got ready this morning for my first day back😂😂 #trending #magic #noteasy pic.twitter.com/mO5IiHUI29
— David Warner (@davidwarner31) June 1, 2020
نوموړي په يو شمېر هندي سندرو باندې هم له خپلې مېرمنې سره ګډې ويډيوګانې جوړې کړي دي چې دواړه پکې ناڅي، همدا راز نورې بېلا بېلې ويډيوګانې يې هم جوړې کړې دي.
Oh dear, now I was bad. This is so hard!! @urstrulyMahesh @iamRashmika you guys are good 👍👍 @CandyFalzon killed it #dance #sundayvibes pic.twitter.com/1NPnxLV1iC
— David Warner (@davidwarner31) May 31, 2020