کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ډېرن سيمي په (توريه) ويلو هنديانو ته غصه دى
ډېرن سيمي

ډېرن سيمي په (توريه) ويلو هنديانو ته غصه دى

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر ډېرن سيمي د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې په نژادي تعصب اوس هندي لوبغاړو ته غصه دى.

ډېرن سيمي د ټولنيزو رسنيو په انسټاګرام کې په خپل يو پوسټ کې خپره غصه څرګنده کړې ده او ويلي يې دي، چې کله يې په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبه کوله، نو هغه مهال به ورته نورو لوبغاړو د (کالو) يعنې (توريه) په نوم غږ کولو او دا غږ به يې د سريلانکا لوبغاړي تيسارا پريرا ته هم کولو.

هغه مخکې ليکلي، چې هغه فکر کاوه (کالو) يعنې (توريه) تکړه اس ته وايي، خو اوس د دې ټکي په اصلي معنا پوه شوى دى او سخت غصه دى.

ډېرن سيمي انسټاګرام پوسټ

د يادولو وړ ده چې تېره ورځ ډېرن سيمي د کرکټ نړيوالې شورا او د نورو هېوادونو کرکټ بورډونو څخه غوښتنه کړې وه چې د نژادي تعصب پر وړاندې دې خپل غږ پورته کړي.

په امريکا کې د يوه سپين پوستي پوليس له لوري د تورپوستي و ژ ل کېدو وروسته سخت لاريونونه پيل شوي دي او د نورو خلکو تر څنګ د کرکټ لوبغاړو هم د دې تعصب پر وړاندې غږ پورته کړى دى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

محمد نبي

ايا محمد نبي به راتلونکې لوبه کې ولوبېږي؟

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې محمد نبي د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې …