کورپاڼه / خبرونه / شاهد اپريدى: سياست ته د راتګ هېڅ اراده نه لرم
شاهد اپريدى

شاهد اپريدى: سياست ته د راتګ هېڅ اراده نه لرم

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر شاهد اپريدى وايي، چې په راتلونکي کې سياست ته د راتګ هېڅ اراده نه لري او د هغه خېريه کارونو ته دې سياسي رنګ نه ورکول کېږي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، شاهد اپريدى نن سبا بلوچستان ايالت ته تللى دى، چې هلته د شاهد اپريدي خېريه بنسټ له لوري له بې وزله خلکو سره د خوراکي توکو مرستې کوي.

هغه په خپله يوه وېنا کې ويلي دي، چې دې هېواد ورته ډېر څه ورکړي دي او غواړي هغه ورته واپس کړي، د دې خلکو پر ما حق دى، که زه چېرته دې سيمو ته ځان رسولى شم نو هغه خېريه بنسټونه چې له ٢٠ او ٣٠ کلونو راهيسې کار کوي، دلته ولې نه دي راغلي.

هغه وايي، د بلوچستان له والي سره يې د کرکټ د اکاډمۍ جوړولو په اړه هم خبرې کړې دي. شاهد اپريدى وايي، چې په سيالکوټ کې هوايي ډګر جوړېږي، نو په بلوچستان کې ولې د کرکټ اکاډمۍ نه شي جوړېدى.

شاهد اپريدى وايي، کله چې مې نيت خراب شو نو دا خېريه بنسټ به هم بند شي، ما چې ٢٥ کلونو کې کوم عزت ترلاسه کړى دى، نو ماته د عکسونو او ويډيوګانو جوړولو شوق نشته.

هغه وايي، ويډيوګانې او عکسونه ځکه اخلم، چې کوم خلک موږ سرهه مرستې کوي، تر څو هغوى ته معلومات وشي چې د هغوى مرستې موږ خلکو ته رسولي دي.

هغه وايي، چې کله زما نيت خراب شو يا داسې څه خبره وه چې زه غواړم د پاکستان لومړى وزير شم، نو هغه ورځ به دا کار بند شي. هغه وويل چې زما سياست ته د راتګ هېڅ اراده نشته دى.

د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې د شاهد اپريدي عکسونه او ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو کې ډېرې خپرېږي، همدا راز تر ډېره پورې له هغه سره په هر ځاى کې پوځيان ښکاري او په ټولنيزو رسنيو کې خلک نيوکې کوي، چې د پاکستان پوځ غواړي د عمران خان په څېر دا ځل شاهد اپريدى رامخې ته کړي او د پاکستان د راتلونکي لومړي وزير څوکۍ ته يې برابر کړي.

بل لوري ته ډېرى خلک دا نيوکې هم کوي، چې شاهد اپريدى د پاکستان پوځ د دې لپاره رامخې ته کړى دى، تر څو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې يې وکاروي، ځکه شاهد اپريدى يو پښتون دى او په پاکستان کې يې ډېرى پښتانه مينه وال دي.

Loading...

دا هم ولولئ

فواد احمد

د اسټراليا لوبډلې د پښتون لوبغاړي فواد احمد مور د کورونا له امله مړه شوه

د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې د پښتون لوبغاړي فواد احمد مور د کورونا له امله …