کورپاڼه / خبرونه / افغان لوبغاړو له کرنټين وروسته کابل کې تمرينات پيل کړل
راشد خان او محمد نبي

افغان لوبغاړو له کرنټين وروسته کابل کې تمرينات پيل کړل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو له کرنټين وروسته د کابل په لوبغالي کې نن تمرينات پيل کړل.

په دې تمريناتو کې د راشد خان او محمد نبي په ګډون د ملي لوبډلې لوبغاړي ګډون لري، چې د کرکټ بورډ په وېنا، د يوې اونۍ پورې به دوام وکړي.

ويل کېږي چې په دې تمريناتي کمپ کې به د لوبغاړو په توپوهنه، توپ اچونه او نورو برخو کې ځانګړى کار وشي، تر څو د راتلونکې لپاره قوي لوبډله جوړه شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو څانګه وايي، چې دا تمريناتي کمپ د روغتيايي لارښوونو سره سم پيل شوى دى، چې تېره ورځ ټولو لوبغاړي ته د احتياطي تدابيرو په اړه لارښوونې هم شوې وې.

په دې يو مياشتيني تمريناتي کمپ کې به افغان لوبډله د راتلونکي اسيايي جام او نړيوال شل اوريز جام لپاره ځان چمتو کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …