کورپاڼه / خبرونه / محمد شهزاد ١ کال وروسته له ملي لوبډلې سره يو ځاى شو
محمد شهزاد

محمد شهزاد ١ کال وروسته له ملي لوبډلې سره يو ځاى شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز توپوهونکى او ويکټ ساتونکى محمد شهزاد شاوخوا يو کال وروسته له ملي لوبډلې سره يو ځاى شو.

محمد شهزاد چې د ٢٠١٩ کال نړيوال جام پر مهال افغانستان ته راولېږل شو، د کرکټ بورډ د اصولو څخه د سرغړونې له امله له يو کلن بنديز سره هم مخ شو.

خو د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي څه وخت مخکې د نوموړي بندېز پاى ته ورساوه او وې ويل چې ژر به له ملي لوبډلې سره يو ځاى شي.

د کرنټين له امله له اوږدې مودې وروسته نن په کابل کې د ملي لوبډلې ٢٢ لوبغاړو تمريناتي کمپ پيل شوى دى، چې دا کمپ به يو مياشت دوام وکړي.

د سرچينو په وېنا، په دې ٢٢ لوبغاړو کې محمد شهزاد هم شامل دى، چې شاوخوا يو کال وروسته له ملي لوبډلې سره يو ځاى شو او په کابل کې په تمريناتو بوخت دى.

محمد شهزاد

ځينې سرچينې وايي چې په دې لوبغاړو کې اصغر افغان، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځى، کريم جنت، محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ، ګلبدين نايب، راشد خان، نوين الحق، شاپور ځدراڼ، قېس احمد، مجيب الرحمان، عظمت الله عمرزى، سميع الله شينوارى، عثمان غني، محمد شهزاد، سيد شېرزاد، دروېش رسولي، ظاهر خان، فريد ملک، حمزه هوتک او شرف الدين اشرف شامل دي، چې د يوې مياشتې لپاره به په کابل لوبغالي کې تمرينات ترسره کړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …