کورپاڼه / خبرونه / ځاځى: افغانستان به شل اوريز جام کې نيمه پايلوبې ته لار پېدا کړي
حضرت الله ځاځی

ځاځى: افغانستان به شل اوريز جام کې نيمه پايلوبې ته لار پېدا کړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى حضرت الله ځاځى وايي، چې افغان لوبډله دا وړتيا لري چې په نړيوال شل اوريز جام کې نيمه پايلوبې ته ځان ورسوي.

نوموړي چې له يوې وېبپاڼې سره مرکه کوله، په خپلو خبرو کې وويل، چې زه باور لرم چې افغانستان به په نړيوال شل اوريز جام کې نيمه پايلوبې ته لار پېدا کړي، ځکه چې افغان لوبډله د شل اوريزو لوبو يوه ښه لوبډله ده.

د هند تجارتي ليګ کې د لوبېدو په تړاو حضرت الله ځاځى وايي، چې ټول لوبغاړي دا هيله لري چې په اى پي ايل سياليو کې ولوبېږي او زما هم دا هيله شته.

نوموړى همدا راز وايي، چې کرکټ له تماشچيانو پرته کرکټ نه دى او هغه خوند يې نه وي.

د يادولو ده چې د کورونا ويروس له امله د کرکټ ټولې سيالۍ ځنډېدلي دي، خو اوس يو ځل بيا د کرکټ سيالۍ پيلېږي، چې ويل کېږي دا سيالۍ به ټولې تر څه وخته پورې پرته له تماشچيانو ترسره کېږي.

حضرت الله ځاځى د افغان ملي لوبډلې هغه پيليز توپوهونکى دى چې چټکه توپوهنه کوي، نوموړي د ايرلېنډ پر وړاندې چټکه توپوهنه هم ترسره کړې ده چې دويم توپوهونکى دى چې په يوه پاڼۍ کې يې زياتې منډې ترلاسه کړې دي.

هغه همدا راز د افغانستان غوره ليګ کې په يو اور کې شپږ شپږيزې هم وهلې وې.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …